منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

پژواک: د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستو ١٠٢ کاليزه مو مبارک شه

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل · ۲۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ١٤٠٠): نن (د زمري ٢٨مه) د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخيستو ١٠٢ کاليزه ده، پژواک خبري اژانس د دې وياړلې ورځې مبارکي ټولو هېوادولو ته وايي.

افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.

پخوا به دا ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خو وروسته له هغه چې په ١٣٨٧ کال کې د مجاهدينو د بري ورځې (د غويي اتمه) د نمانځلو پر مراسمو وسله وال بريد وشو، حکومت د خپلواکۍ دغه ورځ هم په لنډ ډول نمانځي.