ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انس حقاني: ځینو نړيوالو د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانستان کې د جګړې دوام غوښته

انس حقاني: ځینو نړيوالو د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانستان کې د جګړې دوام غوښته

author avatar
20 Aug 2021 - 15:55
انس حقاني: ځینو نړيوالو د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هم افغانستان کې د جګړې دوام غوښته
author avatar
20 Aug 2021 - 15:55

خوست ښار (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۰): د طالبانو يوتن مشر او د قطر د سياسي دفتر غړی انس حقاني وايي، نړيوالو غوښتل چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته لا هم په افغانستان کې جګړه دوام وکړي، خو په وينا يې چې دوی د دې اراده نه لري.

نوموړي چې نن د «زمري په ۲۹مه» خوست کې يې د قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او د رسنيو استازو يوې غونډې ته خبرې کولې وويل، له دې وروسته اړتيا نشته چې د پرديو په لمسون د يو بل وينه تویې کړي.

انس حقاني غونډې ته وويل، د دوی مشرتابه او د دغې ډلې نور مشران په افغانستان کې د يو ټول شموله حکومت د جوړولو پلان لري، چې بيا اړتيا پېښه نه شي، چې څوک په يو او بل نوم وځورول شي.

ده وويل: ((کوم ښه والی چې په دې ورځو کې راغلی دی، تاسو د رسنيو ملګري، نور خلک او رسنۍ تعقيب کړئ، ايا په دې تېرو څو ورځو کې په ټول افغانستان کې تاسو د جنګ خبر اورېدلی. ايا داسې د لسګونو، شلګونو مړو غږ درته راغلی. ايا هغه غوښتنه چې د ولسونو وه، د موږ وه چې بايد اوربند نه اورختم وشي، په دې هېواد کې سوله قايمه شي، دا اوس اورختم نه دي. دا اورختم دی، دا زما او تاسو ارزو وه، دې ته بايد په عميق نظر وګورو او د خدای پاک شکر ادا کړئ.))

انس حقاني وويل، چې په اوس کې د دوی ټول تمرکز پر لويو ښارونو په ځانګړي ډول د کابل د نظم برابرولو او وضعيت کنټرول ته دی، چې ولس له ستونزو او مشکلاتو وژغورل شي.

نوموړي زياته کړه، په تېرو څو ورځو کې يو شمېر خلک د طالب له نوم څخه په استفادې راوتلي و، کابل ښار کې يې ګډوډي رامنځته کړې وه او له خلکو يې غلاوې کولې.

هغه زياتوي: ((دا اوس تاسو د کابل امنيې قوماندانۍ وګورئ پرون دوه سوه نفر د يو تنظيم د مشر د طالب په نامه يې دوه سوه موټر تښتولي وو، دا ګير شوي دي. همدا ډول په سنګ نوشته کې به زموږ ملګرو دوه سوه موټر نيولي وي، چې د طالب په نوم يې له کابل ايستل. نو موږ د حالاتو په کنټرول باندې ډېر تمرکز دی، چې دا وضعيت نورمال شي.))

طالب مشر انس حقاني دغه راز غونډې ته وويل، څه ډول چې نړيوالو خلکو ته طالب بد ورمعرفي کړی، هغه ډول نه دی، بلکې دوی يو نوي فکر سره راغلي او نور نه غواړي چې دا دوطن د پرديو د جګړو ډګر وګرځي.

هغه وايي: ((طالب هغسې نه دی لکه دنيا چې معرفي کړی دی. طالب تاسو ورور دی، طالب د تاسو د مشرانو بچی دی، په همدې وطن کې ستر شوی دی. ايا تاسو تراوسه پورې چېرې يو پاکستانۍ جنرال ليدلی دی په جنګ کې، دا تبليغات چې تاسو ته دا شل کاله وشول. خو د دې برعکس موږ امريکايان ليدل ولاړ ګرځيدل. دا د خوست ميدانونه د دوی نه ډګ و، دلته يې چاپې وهلې زما ورور، زما د تره زوی به يې شهيدانول، په دې موږ تاسو ټول خبر يو.))

انس حقاني خپلو خبرو کې زياته کړه، په دې وروستيو کې ويني چې ځيني کسان له دوی څخه د وېرې له امله خارج ته د تګ لپاره د کابل هوايي ډګر ته ورځي او هلته په تيارو پسې منډې وهي، چې دا د ټول هېواد توهين دی.

هغه وويل، د وطن پرېښودو ته اړتيا نشته او اوس د دې وخت راغلی چې خپل مهاجر له نورو هېوادونو څخه وطن ته راولو او دا خلک بايد په دې پوه شي، چې دلته د هغوی لپاره امن دی، هيڅوک ورته مشکل نه جوړوي.

حقاني زياته کړه: ((هغه خلک دې په دې پوه شي، چې د کرزي غوندې شخصيت ساتل کيږي، هغه محفوظ وي، ډاکټر صاحب عبدالله محفوظ وي، نو يو ترجمان، يو پيلوټ او يو بل عسکر هغې ته څه حاجت وي چې د امريکاياتو تيارې پسې ځان وژني او له دې وطن نه وځي. دا يو چا خلکو غلط فکر ورکړی دی. خلک بايد خبر شي دلته مسلمانان دي، دلته د ښو اخلاقو خلک موجود دي. که يو چا مشکل جوړ کړی، هغه به حل شي انشاالله.))

د طالبانو د ډلې دغه مشر د خپلو يو شمېر پلويانو هغه عمل خپلسري ياده کړه، چې ځينو پخوانيو حکومتي چارواکو ته یې د امن ليکونو په نوم وېشلو پاڼو کې يې هغوی ته د غلامانو خطاب کړی.

هغه وويل، چې دا کار د دوی د مشرانو په امر نه دی شوی او خپلو پلويانو ته يې هدايت وکړ، چې له دې کار څخه دې ډډه وکړي.

Visits: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.