ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکترعبدالله: له طالبانو سره د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه خبرې روانې دي

ډاکترعبدالله: له طالبانو سره د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه خبرې روانې دي

author avatar
20 Aug 2021 - 14:51
ډاکترعبدالله: له طالبانو سره د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه خبرې روانې دي
author avatar
20 Aug 2021 - 14:51

کابل(پژواک،۲۹ زمری ۱۴۰۰): ډاکترعبدالله وايي چې له طالبانو سره د راتلونکي حکومت د جوړښت په اړه تفصلي خبرې روانې دي، خو تراوسه اساسي خبرې نه دي پیل شوې.

طالبانو تېره یکشنبه (د زمري په ۲۴مه)کابل ښار ونیوه او مخکنی ولسمشر اشرف غني له هېواده بهر وتښتېد. اوس له پنجشېر ولایت پرته ټول افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی.

د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو سره هم مهاله پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د واک د سوله ییز لېږد په موخه د هماهنګۍ شورا جوړه او له طالبانو سره د راتلوونکي حکومت د جوړېدو په موخه خبرې پیل شوې دي.

ډاکتر عبدالله تېره ورځ له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره په ګډه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې په کابل کې له سیاسي رهبرانو،طالبانو او سیاسي څېرو سره مشورې پیل شوې دي.

کرزي په دغه پیغام کې وویل چې په کابل کې د طالبانو له رهبرانو سره د راتلوونکي حکومت د جوړېدو په اړه خبرې پیل شوې دي او دغه بحثونه د دوستۍ په فضا کې دي.

د کرزي په خبره،په دغو لیدنو کې د راتلوونکي نظام د څرنګوالي او جوړښت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

هغه په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل.

Visits: 840

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.