ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د نفتي او خواراکي توکو بیې لوړې شوې

په کابل ښار کې د نفتي او خواراکي توکو بیې لوړې شوې

author avatar
21 Aug 2021 - 17:14
په کابل ښار کې د نفتي او خواراکي توکو بیې لوړې شوې
author avatar
21 Aug 2021 - 17:14

کابل (پژواک،۳۰ زمری ۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د نفتي توکو بیې نږدې ۸.۵ سلنه او د بورې، تور او شین چای بیې ۸.۴ سلنه لوړې شوې دي.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، د تېرو اوو ورځو په پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۵ څخه ۶۹ افغانيو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۵۵ نه ۵۷ افغانیو ته لوړې شوې دي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې د تېر اوونۍ په نسبت نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۷۰ نه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

یادو دواړو سرچینو وویل چې د هېواد د سیاسي نظام له بدلېدو سره د ډېری وارداتي، په ځانګړې توګه سون توکو واردات درېدلي او بیې یې لوړې شوې دي.

د خوراکي توکو بیې ۸،۴ سلنه لوړې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۳۸۰ نه ۲۶۰۰ افغانیو او د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه له ۳۶۰ څخه ۳۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د وارداتو د کموالي او تقاضا ډېروالي له امله د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.

خو د هغه په خبره، نن هم لکه تېره اوونۍ په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۱۰۰افغاني او ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې، خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.