ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له کابل ښاره د امنیتي کانکریټي دېوالونو لرې کول مو تلپاتې امنیت ته هیلې را ژوندۍ کوي»

«له کابل ښاره د امنیتي کانکریټي دېوالونو لرې کول مو تلپاتې امنیت ته هیلې را ژوندۍ کوي»

author avatar
24 Aug 2021 - 15:18
«له کابل ښاره د امنیتي کانکریټي دېوالونو لرې کول مو تلپاتې امنیت ته هیلې را ژوندۍ کوي»
author avatar
24 Aug 2021 - 15:18

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۰): د کابل ښار په ځینو سیمو کې له سړکونو او کوڅو د«امنیتي کانکریټي دېوالونو» لرې کول پیل شوي او ښاریان وایي چې دغه چاره یې په زړونو کې د تل پاتې سولې او امنیت هیلې راژوندۍ کوي.

د کابل ښار په ډېرو سړکونو او کوڅو کې امنیتي کانکریټي دېوالونه درول شوي. دغې چارې نه یوازې دا چې ښار ته یې جنګي بڼه ورکړې، خلک یې د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ کړي دي.

طالبانو د زمي په ۲۳مه کابل ونیو او دا مهال یې له پنجشیر پرته ټول افغانستان په واک کې دی. له دې سره په هېواد کې په تېره بیا په پلازمېنې کابل کې امنیتي اندېښنې کمې شوې او اوس امنیتي کانکریټي دېوالونه ته اړتیا نه لیدل کېږي.

د کابل ښاروالۍ د تېرې ورځې په اعلامیه کې راغلي چې د ټولو ښاریانو، حکمي او حقیقي اشخاصو او خصوصي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، څو پر لارو او سړکونه اېښودل شوي ټولې هغه موانع تر راتلونکې یوې اوونۍ لرې کړي چې مخکې یې د امنیتي ملحوظاتو له مخې اېښې وې.

سرچينې لیکلي، کابل ښاروالي مکلفه ده څو د ښاري نظم او د عمومي لارو او ملکیتونو د پاکولو په موخه اقدام وکړي، عملیات ترسره کړي او قانوني کړنې ترسره کړي.

د ښار په ځینو سیمو کې خلکو په دې اړه اقدام کړی او له لارو یې سیمنټي دیوالونه او نور خنډونه لرې کړي دي.

د کابل ښار د قمبر څلورلارې اوسېدونکی عبدالصبور وایي: «نه یوازې زه، بلکې د کابل ټول اوسېدونکي د امنیتي دېوالونو په لرې کولو سره خوشاله کېږي، موږ د همداسې ورځې په تمه او ارمان وو چې سوله وشي، جګړه او امنیتي ستونزې له منځه ولاړې شي او امنیتي موانع له ښاره لرې کړل شي. له ښار نه د امنیتي کانکریټي دېوالونو لرې کول مو تل پاتې امنیت ته هیلې را ژوندۍ کوي.»

هغه زیاته کړه: «پخواني حکومت له امنیتي حوزو او نورو ځایونو سمنټي دېوالونه تاو کړي وو، دا په دې معنا وو چې هغوی خو د خلکو امنیت نه شو ساتلای، بلکې د ځان امنیت یې هم پر دغو موانعو او کانکریټي دېوالونو ساته.»

د کابل ښار د ارزان قیمت سيمې یو اوسېدونکي وایي چې په دې سیمه کې پر لارو او سړکونو اېښودل شوي ځینې کانکریټي دېوالونه لرې کړل شوي.

دی وایي: «مخکې ارزان قیمت سيمه کې ډېرې کوڅې بندې وې، هلته د زیاتو چارواکو کورونه ديؤ حتی نیمایي سړکونه یې هم نیولي وو او خپلو عسکرو ته یې پیره دار خانې جوړې کړې وې.»

د کابل ښار پنځمې ناحیې اوسېدونکي جعفر فیصل پژواک خبري آژانس ته وویل، د طالبانو په تېر شاوخوا یوه اوونۍ واکمنۍ کې څو مهم کارونه ترسره شوي چې یوه یې همدا د موانعو لرې کول دي.

هغه وایي، تېر حکومت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلې و او له همدې امله چارواکو د اوسپنيزو، زغره والو او سیمنټي دېوالونو تر شا ژوند کاوه.

د ده په وینا، دا کار نه یوازې د حکومت او ولسونو ترمنځ واټن زیات کړی وو، بلکې خلک یې له ډېرو ستونزو سره هم مخ کړي وو.

دی وایي: «زه اوس خوښ یم چې طالبان داسې اقدامات کوي چې پر بنسټ يې د حکومت او ولس ترمنځ واټن کمېدلی شي او پر یو بل د همباورئ او اعتماد فضا کرار کرار پراخېږي.»

د کابل ښار د درېيمې حوزې اړوند سیمې اوسېدونکی سید خان ارین هم خوښ دي چې د ښار جګړه ییزه بڼه بدلیږي او خلک له امنیتي پلوه ډاډمن کېږي.

ده وویل: «تېره ورځ یوه ټکسي چلونکي راته وویل چې په ځینو سیمو کې د موانعو په لرې کولو سره سړکونه پراخ شوي، ګڼه ګوڼه کمه شوې او خلک له یو ځایه بل ته ژر رسېږي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکي نور اغا حقیار وایي: «د دغو امنیتي دېوالونو په لرې کولو سره خلک روحاً ارامېږي او په هېواد کې یې تل پاتې سولې ته هیلې ډېرېږي. تر اوسه خو کابل لکه جنګي کلا داسې و، خو اوس به مو ښار هم بېرته ښکلی شي.»

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.