Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ابتدايه ښوونځيو د زده کړې بهير راتلونکې شنبه پيلېږي

د ابتدايه ښوونځيو د زده کړې بهير راتلونکې شنبه پيلېږي

author avatar
24 Aug 2021 - 19:17
د ابتدايه ښوونځيو د زده کړې بهير راتلونکې شنبه پيلېږي
author avatar
24 Aug 2021 - 19:17

کابل (پژواک ۳ وږی ۱۴۰۰): د تعليم او تربيې کمېسيون وايي، د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو د لومړنۍ دورې (له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې) ښوونيز بهير د وږي په شپږمه (راتلونکې شنبه) پيلېږي.

د ښوونځیو د بېرته پرانيستلو په اړه د تعلیم او تربیې کمېسیون په خبرپاڼه کې چې د پوهنې وزارت له خوا خپره شوې، راغلي، څرنګه چې په هېواد کې د عصري تعلیماتو (ښوونځیو) د زده کړو بهیر له څه وخت را په دېخوا د کرونا ناروغۍ په سبب ځنډول شوي وو او وروسته د هېواد د ولایتي مرکزونو او کابل د نيولو لړۍ شروع شوه چې د ښوونځیو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخ شو.

سرچينه زياتوي، د تعلیم او تربیې کمېسیون اعلانوي چې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو لومړنۍ دوره (له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې) د محرم الحرام د میاشتې له (۱۹مې) نېټې چې د وږي میاشتې له (۶) نېټې سره سمون لري، خپل تعلیمي بهیر پیل کړي.

سرچينه کاږي، ټولو اړوندو اداراتو ته لارښوونه کېږي چې په دې اړه لازم اجراءات ترسره کړي.

د خبرپاڼې په حواله، د ښوونځیو د متوسطه او ثانوي دورو د ښوونیز بهیر د پیل په اړه هم ترتیب روان دی او ډېر ژر به په دې اړه هم تصمیم ونیول شي.

ياد شوی کمیسیون وايي، څلور میاشتنۍ ازموینې چې نیمګړې پاتې دي، د هغو لپاره دې هم اړوندې ادارې تصمیم ونیسي.

Views: 46

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.