ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د هوایي ډګر له ځینو برخو بهرنیان وتلي او واک یې طالبانو اخیستی دی

د کابل د هوایي ډګر له ځینو برخو بهرنیان وتلي او واک یې طالبانو اخیستی دی

author avatar
28 Aug 2021 - 15:53
د کابل د هوایي ډګر له ځینو برخو بهرنیان وتلي او واک یې طالبانو اخیستی دی
author avatar
28 Aug 2021 - 15:53

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۰): طالبان وایي، په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر له ځينو برخو بهرني ځواکونه وتلي او د دوی ځواکونه په کې مېشت شوي، خو تر اوسه پر ټول هوايي ډګر بشپړ کنټرول نه لري.

کابل د تېرې زمري په ۲۴مه د طالبانو لاسته ولوېد. تر هغه وروسته د امریکا متحده ایالتونو شاوخوا شپږ زره او د ځینو نورو هېوادونو یو شمېر پوځیان د کابل په هوایي ډګر کې ځای پر ځای شول تر څو خپل اتباع او هغه افغانان بهر ته ولېږدوي چې افغانستان کې یې له هغوی سره کار کړی.

د امريکا د دفاع وزارت ویلي چې تر اوسه یې د نږدې تېرو دوو اوونيو په موده کې د کابل د هوايي ډګر له لارې نږدې ۱۱۰ زره کسان ايستلي دی.

ډېری لوېديځو هېوادونو اعلان کړی چې دوی د کابل هوايي ډګر څخه د اتباعو ايستلو عمليات پای ته رسولي او د ناټو ډېری نور غړي هېوادونه به د خپلو اتباعو او خپلو همکارانو ايستلو لپاره له دې وروسته الوتنې ونه لري.

د راپورونو له مخې، امریکايي ځواکونه چې د وتلو د عملياتو مشري کوي او دا مهال د کابل په هوایي ډګر کې مېشت دي، د اګست تر ۳۱مې له افغانستانه وځي او د هوايي ډګر چارې به طالبانو ته وسپاري.

د طالبانو ویاند او د فرهنګي کمېسیون مشر ذبیح الله مجاهد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کابل نړیوال هوایي ډګر له ځينو برخو بهرني ځواکونه وتلي او د دوی ځواکونه په کې مېشت شوي، خو تر اوسه پر ټول هوايي ډګر بشپړ کنټرول نه لري.

بل پلو د امریکا د دفاع وزارت وياند جان کربي خبريالانو ته ويلي چې له کابل هوايي ډګر څخه د خلکو ايستلو لپاره د امريکا ماموريت به د اګست ۳۱ نېټې تر وروستۍ شېبې پورې دوام وکړي.

هغه وویل چې د متحده ایالاتو سرتېرو له وتلو وروسته، متحده ایالات به له هېواد څخه د نورو الوتنو اسانتیا لپاره نوې لارې په پام کې ونیسي او د دې اړتيا نشته چې امريکايي پوځيان دې په کې ښکېل وي.

طالبانو مخکې امریکا ته خبرداری You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.