ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل نوی ښاروال: له مخکنیو مفسدینو سره د مصلحت له مخې چلند کوو

د کابل نوی ښاروال: له مخکنیو مفسدینو سره د مصلحت له مخې چلند کوو

author avatar
30 Aug 2021 - 11:33
د کابل نوی ښاروال: له مخکنیو مفسدینو سره د مصلحت له مخې چلند کوو
author avatar
30 Aug 2021 - 11:33

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۰): د کابل سرپرست ښاروال وايي، قراردادي شرکتونو ته یې ژر پیسې ورکول کیږي، د سړک غاړو پلورونکو ته ځایونه ټاکل کیږي او د فساد مخه نیول کیږي، خو له هغو کسانو سره د “مصلحت” له مخې چلند کېږي چې فساد یې کړی.

کابل ښاروالۍ ته د طالبانو له خوا نوي معرفي شوي ښاروال حمدالله نعماني – چې د طالبانو د ښاروالیو د کمېسیون مشر هم دی- یادې څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره تېره ورځ (د وږي په اوومه) په یوې ځانګړې مرکه کې وکړې.

ده وویل چې د ښاروالیو لپاره مخکې جوړ شوي اوږدمهاله پلانونونه کتل کېږي؛ سمون په کې راځي او وروسته پلي کېږي، خو اوس یې د کابل ښار د پاکوالي چارو، سرسبزي، ښارګڼې ګوڼې کمولو په موخه د موانعو لرې کولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

دی وايي چې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو او د ښار د پاکوالي لپاره چې «په هر شکل وي یو تصمیم نیسو.»

هغه زیاته کړه چې کابل ښار په یوې عسکري فرقې بدل شوی و؛ نو ځکه یې د امنیتي دلایلو له مخې د کانکریټي دیوالونو او نورو خنډونو د لرې کولو لپاره یې د ښاروالۍ امکانات په کار اچولي او له ټولګټو وزارت څخه یې هم په دغې برخه کې مرسته غوښتې ده.

د نعماني په وینا، مخکې افغانستان په اداري برخه کې له لوی فساد سره مخ و او هیڅ برخه هم داسې نه ده پاتې چې په هغه کې فساد نه وي شوی، خو دا چې “اسلامي امارت” اوس ټولو خلکو ته عفوه کړې؛ نو دا په دې مانا ده چې په تېر فساد څوک نه نیول کېږي.

خو دی زیاتوي:”دا انصاف نه ده، بښنه لوی وسعت لري؛ اوس که نورو ارزښتونو ته وګورو نو دا ډېر کم شی ده، بلډینګونه به یې جوړ کړي وي، د یوه انسان وژنه له شلو بېلډیګونو جوړلو ښه ده، ارزښتمنه ده، دا دومره انسان ووژل شول، دومره کونډې لرو، په دې شیانو کې بښنه وشوه، ان خلکو ته سولې لپاره د انسان ژوند وبښل شو، نو دا بښنه کمه ده چې د سولې لپاره د ځینو خلکو فساد وبښل شي.”

هغه زیاته کړه، کله چې حکومت اعلان شي، ځینې داسې حق العبدي جرمونه به هرو مرو وي چې محکمه به یې واوري.

د نعماني په خبره، د اوس لپاره په کابل ښاروالۍ کې چې چا فساد کړی، د مصلحت له مخې ورسره چلند کېږي، خو د نور فساد مخه یې حتمي نیول کېږي او که څوک په فساد ونیول شي نو له شریعت سره سم به ورسره عمل وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښاروالۍ کې د فساد په لسګونو راپورونه خپاره شوي. پژواک خبري اژانس دوه اوونۍ وړاندې یو راپور خپور کړ چې کابل ښار کې د ښاروالۍ کارکوونکي او پولیس په ناقانونه توګه له لاس پلورونکو په ټولیز ډول د ورځې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ ټولوي.

خو د کابل نوی ښاروال نعماني وایي چې ښار کې لاس پلورنکو ته د توکو پلورنې لپاره ځانګړی ځای چې ترافیکي خنډونه ونه لري په نظر کې نیول کېږي.

هغه وویل چې د کابل ښار هیڅ لاس پلورنکی دې هیچا ته پیسې نه ورکوي او که څوک یې تر غواړي نو هغه «غل» دی.

دی وايي:”سم له واره هغو کارونو ته پام نه کوو چې یو جنجال ورسره راپورته کېږي، لاس پلورونکو ته به داسې یو تنظیم ولرو چې هغوی ته به خپله روزمزدوري پیدا شي.”

هغه زیاتوي:”د هغه ناقانونه ودانیزې چارې چې ترسره شوې وي یا جریان لري تر دویم امر پورې هیڅ نه ورته ویل کېږي، خو هڅه کېږي چې قانوني شکل ته واړول شي.”

دغه راز ده وویل، ښاروالۍ اوس کابل ښار کې د ځمکو ملکیت چارې، په ښاروالۍ کې نوې ګومارنې او د پروژو لپاره د پيسو د ورکړې مسایل د نوي حکومت تر جوړېدو ځنډولي دي.

هغه زیاتوي:”ښاروالۍ چې له کومو کسانو سره تړون لري، هغوی ته ویل شوي چې خپل کارونه وکړي او کارونه یې روان دي خو ممکن ځینو شرکتونو ته پیسې نه وي ورکړل شوې چې ډېر ژر به دا ستونزه هم حل شي.”

نعماني ډاډ ورکوي چې د ښاروالۍ په عوایدو کې فساد نه کیږي او کېدای شي د انلاین سیستم له لارې دولت ته نه وي جمع شوي خو په وخت هرو مرو راټولیږي.

ده د کابل له ټولو ښاریانو وغوښتل چې ښار کې د تخلفاتو په اړه ورته خبر ورکړي تر څو رسېدنه ورته وشي.

Visits: 2524

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.