ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا ناروغان له جوړېدو وروسته هم باید د معالج ډاکتر تر درملنه لاندې وي

د کرونا ناروغان له جوړېدو وروسته هم باید د معالج ډاکتر تر درملنه لاندې وي

author avatar
31 Aug 2021 - 16:49
د کرونا ناروغان له جوړېدو وروسته هم باید د معالج ډاکتر تر درملنه لاندې وي
author avatar
31 Aug 2021 - 16:49

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۰): د روغتیايي چارو یو کارپوه وايي چې کرونا ناروغي د سږو تخریب، ويښتانو تویېدو، هډوکو تخریب او سپرمونو د له منځه تلو لامل کېدای شي، پر دې ناروغۍ اخته کسان باید په دوامداره توګه د معالج ډاکتر تر درملنه لاندې وي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر محمد نصیر جاله د کرونا ناروغیو د پایلو په اړه وايي: ((کرونا یو توپان ته ورته ده چې د بدن ډېری غړي تخریبوي او بدې پایلې لري.))

نوموړی وايي، دوامداره ټوخی، ساه لنډي، بې اشتهایي، کمزوري، سستي، د غړو درد، د بوی حس له منځه تلل، د مزې حس له منځه تلل او ستړیا هغه عمومي نښې دي چې د کرونا ناروغان یې له دې ناروغۍ تر جوړېدو وروسته لري.

خو نوموړي روښانه کړه چې د سږو تخریب، د ويښتانو تویېدل، سپرمونو له منځه تلل او د ځينو هډوکو تخریب هم له کرونا ناروغۍ په یو شمېر جوړو شوو کسانو کې لیدل کېږي چې له جوړېدو وروسته باید په دوامداره توګه تر درملنه لاندې ونیول شي.

هغه پر کرونا له اخته کسانو غواړي چې له رغېدو وروسته حتمن روغتیايي مرکز ته لاړ شي او عمومي معاینات ترسره کړي.

کرونا سږي تخریبوي، درملنه یې یو کال وخت نیسي.

ډاکتر جاله وايي: ((په ډېرو هغو کسانو کې چې کرونا یې تجربه کړې، لیدل شوي چې د سږو یوه برخه یې تخریب شوې، جوړېدل او ترمیم یې له څلور میاشتو تر یو کال وخت نیسي.))

د نوموړي په خبره، په دې وخت کې له کرونا ناروغۍ د جوړ شوو کسانو په سینه کې درد، دوامداره ټوخی او تنفسي ستونزې لیدل کېږي چې باید د معالج ډاکتر تر درملنې لاندې وي او ان لازم درمل واخلي.

د ويښتانو تویېدل، باید جدي وګڼل شي

ډاکتر جاله وايي، پر کرونا اخته ډېری کسانو ته د ويښتانو تویېدو ستونزه پیدا کېږي او ان له جوړېدو وروسته هم دغه ستونزه په دوامداره توګه موجوده وي.

هغه زیاته کړه: ((له یوې خطرناکې ناروغۍ [کرونا]، روحي او رواني تشویش، له شدیدې تبې وروسته ډېری کسانو ته د ويښتانو تویېدو ستونزه پیدا کېږي او ان په دوامداره توګه؛ یعنې له څلور میاشتو تر یو کاله دوام کوي.))

نوموړی له یادو کسانو غواړي چې د کرونا ناروغۍ له امله د ويښتانو تویېدو ستونزه جدي وګڼي، معالج ډاکتر ته مراجعه وکړي؛ ځکه که لازم درمل وانه خلي، ښايي یاد کس د تېر په څېر ويښتان ونه لري او د ويښتانو وده کمزورې او ان وده ونه کړي.

کرونا د عقامت لامل کېدای شي، له جوړېدو وروسته باید معالج ډاکتر ته مراجعه وشي

د ډاکتر جاله په خبره، څېړنو ښودلې هغه کسان چې پر کرونا ناروغۍ اخته کېږي، تر ۴۰ سلنه سپرم یې له منځه ځي او ان له کرونا تر جوړېدو وروسته یې هم سپرم د تخریب په حال کې کېدای شي.

نوموړی وايي: ((د کرونا ناروغ باید له جوړېدو وروسته معالج ډاکتر ته مراجعه وکړي او خپل سپرم معاینه او تر درملنې لاندې ونیسي، له دې پرته به عقیم شي.))

کرونا د بدن ځیني هډوکي تخریبوي

ډاکتر جماله وايي، هغه کسان چې پر کرونا اخته دي، که ډېر کمزوري وي او د کلسیم له کمښت سره مخ وي، ښايي د بدون ځيني هډوکي یې تخریب شي چې په پایله کې له کرونا ناروغۍ له جوړېدو وروسته د بدن د غړو له سخت درد سره مخ کېږي.

ډاکتر جاله له دغه ډول ناروغانو غواړي، څو د بدن د بېلابېلو غړو د هډوکو د درد په صورت کې باید معالج ډاکتر ته مراجعه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې ١٥٣٢٦٠ کسان پر کرونا اخته شوي، ٧١٢٣ کسانو یې له امله ساه ورکړې او تر ١١٠١٤٩ ډېر کسان ترې بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر ۲١٨ میلیون ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او له ٤،٥ میلیون ډېرو خلکو یې له امله ساه ور کړې ده.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.