کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۰): طالبان د دې ترڅنګ چې وايي د پوځي خپلواکۍ ترلاسه کېدو سره اوس اړتيا ده چې اقتصادي خپلواکي هم ترلاسه شي، له بهرنيو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېزي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته امریکا د همدغه کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ. وروسته د طالبانو د هغه مهال حکومت له منځه ولاړ او د حامد کرزي په مشرۍ لنډ مهاله او بیا دوه پړاوه (لس کاله) د کرزي او شاوخوا شپږ نیم کاله د محمد اشرف غني په مشري جمهوري حکومتونه جوړ شول.
طالبانو – چې اوس یې کابل هم نیولی او له پنجشېر پرته پر ټول هېواد واکمن دي- په افغانستان کې د مېشتو امریکایي او ناټو ځواکونو او د کرزي او غني د حکومتونو پر وړاندې وسله وال مقاومت وکړ.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر مولوي شهاب الدين دلاور نن (سه شنبه) په کابل کې له هېواده د ټولو بهرنيو ځواکونو د بشپړو وتلو د ورځې نمانځلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې له هغو هېوادونو مننه وکړه چې په افغانستان کې يې خپل سفارتونه نه دي تړلي.
هغه زياته کړه: «موږ د هغو هېوادونو هرکلي کوو چې خپل سفارتونه يې په کابل کې نه دي تړلي او له نورو هېوادونو هم غواړو چې خپل سفارتونه پرانېزي.»
د ده په وينا، د طالبانو اسلامي امارت له امريکايانو سره د دوحې په تړون کې د افغانستان ملي ګټې سل په سلو کې په پام کې نيولې دي.
تېره شپه د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستانه ووتله او طالبانو له هېواده د دغو ځواکونو بشپړ وتل په هوایي ډزو ونمانځل.
د طالبانو ویاند او د فرهنګي چارو کمیسیون مشر ذبیح الله مجاهد په دې ناسته کې وویل: “زموږ هېواد په بشپړه توګه خپلواکي ترلاسه کړه.”
هغه زیاتوي، د بهرنيو ځواکونو له بشپړو وتلو وروسته، ټول افغانان باید یو بل ته لاس ورکړي او یووالی ولري.
د ده په خبره، که چېرې ملت، یو واحد ملت وي، هېڅ وخت ماته نه خوري او ټول ملت باید د نفاق مخه ونیسي.
مجاهد وویل: « اقتصادي استقلال ته هم اړتیا شته، د اقتصاد ښه والي لپاره باید ټول اقتصاد پوهان هڅه وکړي؛ یو شمېر هېوادونو راسره اړیکه نیولې چې دوی په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.»
هغه له ټولو هېوادونو غوښتل چې له افغانستان سره ډیپلوماتیک تعامل وکړي او زياتوي، دا چې امریکا ماته هم وخوړه، خو له دې هېواد سره هم ښې اړیکې غواړي.
Views: 645
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP