ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو او ملګرو ملتونو د ګډو همکاریو ژمنه وکړه

طالبانو او ملګرو ملتونو د ګډو همکاریو ژمنه وکړه

author avatar
5 Sep 2021 - 20:11
طالبانو او ملګرو ملتونو د ګډو همکاریو ژمنه وکړه
author avatar
5 Sep 2021 - 20:11

کابل(پژواک,۱۴وږی۱۴۰۰): د طالبانو سیاسي مرستیال ملابرادر اخند په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سر د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وایي چې دغه لیدنه نن د هېواد په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه.

هغه وویل چې په دغفې لیدنه کې ملابرادر اخند او مل پلاوي یې په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي مارټن ګرفتس سره د مرستو د دوام په اړه خبرې وکړې.

د نوموړي په خبره, د ملګرو ملتونو پلاوي له افغان ولس سره د همکاريو او مرستو د دوام ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې د مرستندويه هېوادونو په راتلونکې ناسته کې به د لا زياتو مرستو د راجلبولو لپاره هڅې وکړي.

د نعیم په خبره, اسلامي امارت د دوی د همکاريو او هڅو مننه وکړه او له خپله اړخه يې د هر ډول همکاريو او تسهيلاتو برابرولو ډاډ ور کړ.

ټاکل شوې چې په جینوا کې له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه نړیواله غونډه جوړه شي

 

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.