Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم کې تر درې کلن ځنډ وروسته د معياري وزن تله بيا فعاله شوه

جلال اباد (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې له درې کلن ځنډ وروسته د معياري وزن د لېږد په موخه، لګول شوې تله يو ځل بيا فعاله شوه.

د ننګرهار ولایت د رسنيو له دفتره د وږي په ۱۶مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دغه ولايت د ټولګټو چارو رييس مولوي يارمحمد له قوله راغلي چې د تېر حکومت چارواکو له درېيو کلونو راهیسې دا تله تړلې وه چې له امله يې د مالي فساد ترڅنګ د زيات وزن وړلو له امله سړکونه هم زيانمن شوي وو.

نوموړی وايي چې له هر بار وړونکي موټره له سلو تر ۲۰۰ افغانيو پورې اخیستل کېږي او هيچا ته له ټاکلي وزن څخه د زيات وزن وړلو اجازه نه ورکول کېږي.

بل لور ته موټر چلوونکي د ټولګټو چارو ادارې د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې تېر حکومت کې تله تړل شوې وه او له هر بار وړونکي موټره د وزن پوښتنه نه کېده او تر دېرش زرو افغانيو پورې غير قانوني پیسې ترې اخيستل کېدې.

د يو لارۍ موټر چلوونکي رفيع الله پژواک اژانس ته وويل، دا چاره ځکه ګټوره ده چې له دوی زياتې پيسې هم نه اخيستل کېږي، په لاريو کې ډېر بارونه هم نه وړل کېږي او سړکونه هم ورسره نه تخريبېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.