ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلنکن: امریکا له افغانستانه د پاتې افغانانو وتلو ته ژمنه ده

بلنکن: امریکا له افغانستانه د پاتې افغانانو وتلو ته ژمنه ده

author avatar
7 Sep 2021 - 18:51
بلنکن: امریکا له افغانستانه د پاتې افغانانو وتلو ته ژمنه ده
author avatar
7 Sep 2021 - 18:51

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۰): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن وايي چې له افغانستان څخه د پاتې افغانانو د وتلو لپاره ژمن دي چې خپل وروستي ځای ته به یې رسوي.

هغه دغه څرګندونې نن (سه شنبه) په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلې دي.

دی وايي، د قطر پلازمېنې په دوحه کې یې له هغې اډې لیدنه کړې چې په وروستیو کې شاوخوا ۵۷زره افغانان ور انتقال شوي دي.

ده زیاته کړې، امریکا له کابله د پاتې افغانانو اېستو ته ژمنه ده چې له هغوی سره تر خپل وروستي ځای پورې په رسېدو کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې میاشتې په ۲۴مه طالبانو کابل ونیوه چې ورسره سم له واره امریکا او ځينو نورو هېوادونو له افغانستان څخه د خپلو خلکو او هغو افغانانو چې له دوی سره یې کارونه کړي وو، د لېږد بهیر پیل کړ.

د راپورونو له مخې، تر اوسه د یادې پروسې له لارې شاوخوا ۱۲۰زره کسان مختلفو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.