Pajhwok Afghan News

طالبانو په خوست کې درې غله نيولي دي

خوست ښار (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۰): په خوست کې طالبانو هغه درې وسله وال غله نیولي چې دوه ورځې وړاندې یې له یوه ځوان څخه موټر غلا کړى و.

د خوست امنیې قوماندانۍ مسوولینو یاد درې کسان چې د موټر تښتونې په تور نیول شوي وو، نن يې د یوه خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته وښودل.

مسوولین وایي، دغو کسانو دوه ورځې وړاندې له یو خوستي ځوان څخه د مرکز اړوند د مټه چينې په سیمه کې یو وېټز ډوله موټر تښتولی و چې تېره ورځ د دغه ولایت په قلندر ولسوالۍ کې له موټر سره یو ځای ونیول شول.

د خوست د نظامي کمېسيون غړی او د دغه ولایت د جنایي جرمونو پر‌ وړاندې د مبارزې مدیر مولوي محمدصابر صابري وايي، د وسله والو غلاوو، تښتونو او نشه یي توکو پروړاندې مبارزه یې جدي ده او په دې برخه کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي.

هغه له خوستوالو هم وغوښتل چې د ستونزو پر وخت دې له دوی سره اړیکه کې‌ شي.

ده زياته کړه: ((له هرچا چې موټر غلا کیږي، دوی دې عاجل زموږ له قوماندانۍ سره اړیکه نیسي، ډاډ ورکوو چې دوی ته به په کم وخت کې خپل وسایل او سایط سپارل کیږي او پر مجرمینو به اصول پلي کیږي. د خلکو د مال او جایداد ساتنه زموږ دنده ده او دا به سرته رسوو.))

د ګل جان په نوم هغه تنکی ځوان چې په همدې وېټز ډوله موټر یې د کورنۍ لپاره يوه مړۍ روزي پیدا‌ کوله وایي، تښتوونکو سخت ځورولی او وهلی دی.

هغه له طالبانو د مننې ترڅنګ وویل، په کار ده غلو او تښتوونکو ته سخته سزا ورکړل شي، څو نور په خوست کې د موټر تښتول او غلا چې په یو دود بدله شوې له منځه لاړ شي.

هغه وايي: ((زما موټر ته دوه کسان راغلل او سپیشل یې کړم وروسته درېیم نفر هم راغی، لاره کې یې غاړې ته راته دسمال واچاوه، شکنجه یې کړم، بیا یې له موټره ښکته وغورځولم، له طالبانو مننه کوم چې هم یې غله ونیول او هم یې نن راته خپل موټر وسپاره.))

که څه هم د طالبانو په راتګ سره دا ډول پېښې کمې شوي، خو د خلکو غوښتنه دا ده چې له هرڅه وړاندې دې په خوست کې د انسان او موټر تښتوونکو  او نشه یي توکو مخه ونیول شي.

Views: 37

Exit mobile version