ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار : بسم الله محمدي ١٧ چورلکې پنجشېر ته انتقال کړې دي

حکمتيار : بسم الله محمدي ١٧ چورلکې پنجشېر ته انتقال کړې دي

author avatar
11 Sep 2021 - 11:35
حکمتيار : بسم الله محمدي ١٧ چورلکې پنجشېر ته انتقال کړې دي
author avatar
11 Sep 2021 - 11:35

کابل(پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۰): د حزب اسلامي مشر وايي چې د ملي دفاع پخواني وزير بسم الله محمدي د نورو پوځي تجهيزاتو ترڅنګ ١٧ چورلکې پنجشېر ته انتقال کړې دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې پرون د جمعې د لمانځه پرمهال خلکو ته وکړې.

هغه وايي:«پنجشېريانو د امريكايي سرتېرو تر وتلو وړاندې سلګونه هاموې، رينجرې، توپونه او ټاكونه پنجشېر ته انتقال كړل، بسم الله پنجشېری يې د دفاع وزیر په توګه وټاكلو او هغه هم په خلاص لاس پنجشېر ته ۱۷ چورلکې او نور نظامي تجهيزات انتقال كړي دي.»

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل، خو وايي چې د پنجشېر جګړه د پښتون او تاجك تر منځ جګړه نه ده او زياتوي: «همدا اوس د پنجشېر والي او نور مسوولين له پنجشېريانو ټاكل شوي، دا د اشغال د بقاياوو او د يوه داسې منفور ټولي جنګ وو چې مظلوم پنجشېريان يې يرغمل كړي وو.»

حکمتيار داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو تر څو ورځني مقاومت وروسته د پنجشېر ټولې ولسوالۍ او دولتي ادارې نيولې دي.

دغه راز حکمتيار دا هم وويل: «طالبانو نوې اداره اعلان كړه، دا يو ضروري او عاجل كار و، بايد د حكومت نشتوالي تشه ډكه شوې واى، د تركيب په څرنګوالي یې د ځينو كورنيو او بهرنيو كړيو له لوري؛ لږ او زياتې نيوكې او اعتراضات شوي؛ د طالبانو ځواب دا دى چې په دې كې به حتماً او ژر مثبت تغييرات راځي.»

دی وايي، حزب اسلامي په مجموع كې د وروستي بدلون ملاتړ كړى، د خير په هر كار كې له نوې ادارې سره مرستې او تعاون ته چمتو دى.

هغه پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د دې مثبتو بدلونونو ملاتړ وكړي، نوې ادارې ته فرصت وركړي او د شر خوښو مخه ونيسي.

د ده په وينا، په اوسنۍ موقته اداره كې هغه څېرې ليدل کيږي چې د ناټو خلاف جنګېدلي، زندانونه يې ګاللي، له بګرام او پلچرخي علاوه په ګوانتانامو كې ساتل شوي او كلونه كلونه يې په زندانونو كې تېر كړي دي.

حکمتیار وايي: «همدې ته په پام سره؛ او دا چې نن جګړه پاى ته رسېدلې، بهرني ځواكونه وتلي، د اشغالګرانو له لوري تپل شوى نظام او د پرديپالو سلطه او واكمني نسكوره شوې او د اقتدار د مستقلو جزايرو ټغر ټول شوى؛ نو ځكه د دې ادارې د مخالفت پر ځاى دا غوره ګڼو چې د تعاون لاس وركړو او د ستونزو په حل كې يې مرسته وكړو.»

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.