Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بشري حقونو او رسنيو د څار اداره: د ملګرو ملتونو د مرستو راټولولو لپاره د غونډې ملاتړ کوو

د بشري حقونو او رسنيو د څار اداره: د ملګرو ملتونو د مرستو راټولولو لپاره د غونډې ملاتړ کوو

author avatar
12 Sep 2021 - 19:30
د بشري حقونو او رسنيو د څار اداره: د ملګرو ملتونو د مرستو راټولولو لپاره د غونډې ملاتړ کوو
author avatar
12 Sep 2021 - 19:30

کابل (پژواک ۲۱ وږی ۱۴۰۰): د بشري حقونو او رسنيو د څار اداره (WHMO) وايي چې د ملګرو ملتونو د مرستو د راټولولو په موخه د غونډې ملاتړ کوي.

له يادې شوې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سبا (دوشنبه) ملګري ملتونه په جينيوا کې له افغانستان سره د مرستې په موخه غونډه کوي.

يوناما پرون خبر ورکړ چې ملګري ملتونه د وږي په ۲۲مه په جينيوا کې د افغانستان لپاره بشردوستانه کنفرانس جوړوي ترڅو نړيواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره اړينو بشري اړتياوو ته د رسېدنې په خاطر د ملاتړ ژمنه وکړي.

د بشري حقونو او رسنيو د څار اداره وايي، دا د ملګرو ملتونو له خوا يو ښه او بشردوستانه عمل دی او افغانانو ته هيله ورکوي چې نړيواله ټولنه به دوی یواځې پرې نه ږدي.

ياده اداره زياتوي، وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې واخیست، ملګري ملتونه هڅه کوي نړۍ له افغانستان سره عاجلو مرستو ته وهڅوي ترڅو د هېواد له ميليونونو بېوزلو سره د مرستې پروګرام دوام ومومي.

سرچينه کاږي، د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام وروستۍ څېړنه ښيي چې که بېړنۍ مرستې ونه شي، د افغانستان ۹۷ سلنه نفوس به د کال تر نيمايي پورې له فقر او ناچارۍ سره مخامخ شي.

د خبرپاڼې په حواله، WHMO په دې باور ده چې نړيواله ټولنه بايد د افغانانو پر وړاندې د کړکېچ د مخنيوي لارې چارې ولټوي ترڅو افغان ولس له دې بحران څخه وژغوري.

د بشري حقونو او رسنيو د څار اداره وايي: “موږ د افغانستان په اسلامي امارت هم غږ کوو چې د ملګرو ملتونو لپاره د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو سره د کار کولو او ملاتړ لپاره د امن فضا چمتو کړي.”

Views: 4

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.