ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځینو وارداتي توکو لګښتونه ۶۸سلنه خو بیې یې یوازې دوه سلنه رالوېدلې دي

د ځینو وارداتي توکو لګښتونه ۶۸سلنه خو بیې یې یوازې دوه سلنه رالوېدلې دي

author avatar
12 Sep 2021 - 16:48
د ځینو وارداتي توکو لګښتونه ۶۸سلنه خو بیې یې یوازې دوه سلنه رالوېدلې دي
author avatar
12 Sep 2021 - 16:48

کابل (پژواک،۲۱ وږی ۱۴۰۰): د نږدې یوې میاشتې مخکې په پرتله، په منځنۍ کچه د خوراکي او سون وارداتي توکو په لګښتونو کې ۶۸ سلنه کموالی راغلی او د افغانۍ ارزښت هم شپږ سلنه لوړ شوی، خو د یادو توکو بیې یوازې دوه سلنه رالوېدلې دي.

طالبانو د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه کابل ونیو او دا مهال یې د هېواد ټول ولایتونه تر کنټرول لاندې دي.

د کابل له نیولو وروسته د لنډې مودې لپاره واردات او صادرات په ټپه ودرېدل، ډېری دولتي او نا دولتي ادارې، بانکونه او په کابل کې د پیسو د راکړې ورکړې تر ټولو لوی مارکېټ (شهزاده سرای) وتړل شو، ورسره د ډالرو بیه هم اوچته شوه او د خوراکي او نفتي توکو بیې هم لوړ شوې.

له څو ورځو راهیسې د شهزاده سرای او بانکونه پرانیستل شوي او که څه هم چې تر اوسه یې عادي حالت نه دی غوره کړی، خو بیې بېرته یو څه رالوېدلې دي.

پژواک خبري اژانس د طالبانو لاسته د کابل تر لوېدو د یوې ورځې مخکې (د زمري ۲۳مې) او د نن (د وږي ۲۱مې) د لومړنیو توکو بیې او د توپیر عوامل یې څېړلي دي.

د یادونې ده چې د زمري په ۲۳مه د یوه ډالر د پیر بیه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې وه. له دغې ورځې مخکې یو ډالر په شاوخوا ۷۸ افغانۍ و، خو وروسته تر ۹۶ افغانیو هم ورسېد او نن یو ډالر په ۸۴،۳۰ افغانۍ بدلیږي.

تېل

یوه ورځ مخکې تر هغه چې طالبان کابل تر خپل کنټرول لاندې راولي، کابل کې یو لېتر ډیزل په ۵۵ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۶۵ افغانۍ پلورل کېدل، خو نن (د وږي ۲۱مه) یو لېتر ډیزل په ۵۲ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۶۱ افغانۍ پلورل کیږي.

په کابل ښار کې د تېلو یو سوادګر حاجی نجیب الله رئیس وایي، د تېلو سوداګرو به د مخکني حکومت د واکمنۍ پر مهال په یو ټن تېلو ۷۰۰۰ افغانۍ حکومت او شاوخوا ۱۱۰۰ افغانۍ طالبانو ته ورکولې او له حیرتانه تر کابله به له یو موټر څخه – چې ۴۰ ټنه تېل لېږدوي ـ شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ زورواکو او د لارې پولیسو اخیستې.

یادو شمېرو ته په پام پولیسو او زورواکو له هر ټن څخه له حیرتانه تر کابله په ناقانونه ډول ۵۰۰ افغانۍ اخیستې.

نجیب الله وایي چې اوس په یو ټن تېلو یوازې ۵۲۰۰ افغانۍ ګمرکي محصول اخیستل کیږي او نور تر کابله په هیڅ نوم د تېلو له لېږدوونکو موټرو پیسې نه اخیستل کیږي.

د هغه په وینا، د تېلو بیې ځکه لوړې شوې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوې وه او له بلې خوا د تېلو سوداګرو د تېلو واردات کم کړي؛ ځکه نه غواړي اوسني وضعیت ته په پام خپله پانګه ولګوي.

اوبلن ګاز

یوه ورځ مخکې تر هغه چې طالبان کابل ونیسي، په دغه ښار کې یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۷۰ افغانۍ پلورل کېده، خو نن (د وږي ۲۱مه) هم په ۷۰ افغانۍ پلورل کیږي.


د سنګر صافي د ګازو شرکت یوه مسوول پژواک ته وویل، چې دوی به د طالبانو له راتګ څخه مخکې په یو ټن اوبلن ګاز له ۶۵ تر ۷۰ ډالرو ګمرکي محصول دولت ته ورکاوه.

دی وایي چې طالبانو به هم هغه مهال له یو ټانکر څخه چې له شلو تر ۲۲ ټنو ګاز به یې لېږداوه، ۳۵ زره افغانۍ (په یو ټن شاوخوا ۱۶۰۰ افغانۍ) اخیستې او له یو موټر څخه به تر اتو زور افغانیو په لاره کې زورواکو او پولیسو اخیستې.

دی وایي چې د مخکني حکومت تر پرځېدو وروسته اوس د یو ټن ګازو ۲۸۰۰ افغانۍ ګمرکي محصول ورکوي او نورې ترې په لاره کې هیڅ ډول پیسې نه اخیستل کیږي.

هغه هم وویل چې د لګښتونو د کموالي په پرتله ځکه د ګاز بیه نه ده ټیټه شوې چې له یوې خوا د وضعیت بدلون او ناڅرګندوالي ته پام سوداګرو واردات کم کړي.

صافی وایي چې د بانکونو د فعالیت او د سوداګرۍ په عادي کېدو سره به د اوبلن ګاز بیه هم راولویږي.

خوارکي توکي

د طالبانو لاسته د کابل تر لوېدو یوه ورځ مخکې ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۱۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۳۸۰ افغانۍ او ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰افغانۍ پلورل کېدې.

خو نن (د وږي ۲۱مه) ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۸۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۰۸۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۴۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ او ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۵۰ افغانۍ پلورل کېدې.

د خوارکي توکو یو سوادګر نجیب الله پژواک خبری آژانس ته وویل، چې دوی به مخکې د خوراکي توکو له یوه موټر څخه له ۴۵ زرو تر ۵۰ زرو افغانیو حکومت ته ګمرکي محصول او نورو ټکسونه ورکول او لس تر ۱۲ زره افغانۍ به یې طالبانو ته ورکولې او تر پنځو زرو افغانیو به پر لارو د پولیسو پوستو او زورواکو په ناقانونه ډول ترې اخیستې.

دی وایي چې اوس له کابله تر مزاره، یا له مزاره تر هراته، یا له مزاره تر فاریابه یوازې یو ځای له یو موټر څخه د ښاروالۍ پارچې په نوم طالبان دوه زره  افغانۍ اخلي او نور د خوارکي توکو پر وارداتو هیڅ ډول لګښت او ګمرکي محصول نشته نه راځي.

دی وایي چې تېرې نږدې یوې میاشتې په موده کې ډالر تر ۹۶ افغانیو هم ورسېد، سوادګرۍ کمې شوې او خلک زیات مالونه نه اخلي؛ نو ځکه د خوراکي توکو بیې هم ورسره لوړ شوې دي.

ارزونه

نن (د وږي ۲۱مه) د تېرې زمري میاشتې د ۲۳مې په پرتله، د وارداتي توکو د پخوانیو او اوسنیو لګښتونو یاد شمېر ته په پام، په منځنۍ کچه د تېلو په لګښتونو کې ۴۰ سلنه، د اوبلن ګاز په لګښتونو کې ۶۷ سلنه او د خوراکي توکو په لګښتونو کې ۹۷ سلنه کموالی راغلی او دغه راز د ډالر بیه هم د افغانۍ پر وړاندې شپږ سلنه رالوېدلې ده.

په منځنۍ کچه د تېلو، خوراکي توکو او اوبلن ګاز په لګښتونو کې ۶۸ سلنه کموالی راغلی او شپږ سلنه د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت هم لوړ شوی، خو د یادو لومړنیو توکو په بیو کې په منځنۍ کچه یوازې دوه سلنه کموالی راغلی دی.

بیې باید کنټرول شي

د اقتصادي چارو پوه محمد معروف مسلمیار وایي چې تېر حکومت هم پر بیو کنټرول نه درلود او نوی حکومت هم تر اوسه پر بیو کنټرول نه لري.

ده له اړوندو حکومتي چارواکو وغوښتل چې بیې کنټرول کړي. نوموړی وایي، تر هغه چې سخت کنټرول رامنځته نه شي بیې نه رالویږي.

د ده په وینا، دا مهال د ځینو توکو د لوړو بیو یو لامل دا هم کېدای شي چې ځینو سوداګرو توکي پخوا وارد کړي او اوس یې پر وارداتو پخوانیو لګښتونو ته په پام پلوري.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو ریاست مشر نعمت الله بارکزي پژواک ته وویل چې د توکو د بيو په اړه دې د سوداګرۍ له خونې سره خبرې وشي، ځکه چې د ده په خبره، د بیو د کنټرول دنده د یادې خونې ده او ښاروالي یوازې د یوه غړي په توګه ورسره همکاري کوي.

د سوداګریزو خونو د فدراسیون مشر خان جان الکوزی وایي چې بیې کنټرول دي، خو اوس هېواد ته د توکو واردات له دې له امله چې بانکونه عادي حالت ته نه دي راګرځېدلي عادي حالت ته نه دي راغلي او کم شوي دي.

دی وایي، افغان سوداګرو په ځينو ګاونډیو هېوادونو کې خوراکي توکي پېرلي، خو له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې حوالې بندې دي او یو ډالر هم بهر ملکونو ته نه دی لېږدول شوی، ترڅو هغوی خپل توکي هېواد ته راوړي.

دی وايي چې د وضعیت په عادي کېدو سره به د توکو بیې هم راولوېږي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 159

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.