کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۰): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د بشر حقونو د څار سازمان هغه راپور ردوي چې وایي ګني طالبانو په ځینو سیمو کې د بشر ضد جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.
پرون د بشري حقونو د څار سازمان ویلي و چې طالبانو په افغانستان کې د تېرو څو میاشتو پوځي پرمختګونو پر مهال پنجشېر او ځینو نورو ولایتونو کې د بشر ضد او جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«موږ د بشر حقوقو د څار سازمان هغه راپور په کلکه ردوو، چې وایي، ګني د اسلامي امارت مجاهدینو د بشر ضد جنګي جنایتونه تر سره کړي دي.»
ده لیکلي چې یاد سازمان باید د غلطو معلوماتو ښکار نه شي او پر اساس یې دا ډول ناسم راپور جوړ نه کړي.
مجاهد د بشر حقونو د څار له سازمان څخه غوښتي چې سیمې له نږدې وګوري او حقایق ځان ته معلوم کړي.
Views: 490
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن