ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: پر بانکونو محدوديت سوداګري ټکنۍ کړې ده

سوداګر: پر بانکونو محدوديت سوداګري ټکنۍ کړې ده

author avatar
15 Sep 2021 - 14:59
سوداګر: پر بانکونو محدوديت سوداګري ټکنۍ کړې ده
author avatar
15 Sep 2021 - 14:59

جلال اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې سوداګر وايي، له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، بانکونه بند شوي او محدوديت پرې لګول شوى نو سوداګري ټکنۍ شوې ده.

دوی وايي، د سوداګرۍ د پيسو حواله ټوله د بانکونو له لارې کېدله اوس چې بانکونه بند شوي، حوالې نه کېږي نو د سوداګرۍ چارې ورسره ټکنۍ شوې دي.

د سوداګرو په وينا، دوی په دغه موده کې هڅه وکړه چې پيسې د صرافيو له لارې حواله کړي، خو صرافانو د حوالو لګښت ډېر کړی چې دغې چارې د سوداګرۍ لګښت ډېر کړی او نرخونه ورسره لوړ شوي دي.

سوداګر په ختيځ کې د افغانستان بانک له څانګې او د افغانستان له مرکزي بانک څخه غوښتنه کوي چې که د نورو لپاره د بانکونو محدوديتونه نه لرې کېږي د سوداګرو لپاره خو بايد لرې شي چې سوداګر په اسانۍ خپل کارونه مخته يوسي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال ډاکټر احمد مخلص پژواک اژانس ته وويل چې پر بانکونو د طالبانو له لوري د محدوديتونو له امله سوداګري ځکه ټکنۍ شوې چې پر وخت سوداګر لويو سوداګرو او شرکتونو ته پيسې نه شي حواله کولای او هغوی اړ دي چې د پيسو د نه تر لاسه کولو په صورت کې توکي ونه لېږي.

هغه زياته کړه: ((د نوي نظام راتګ، سياسي بدلونونه، همدارنګه په بهر کې د پيسو کنګل کېدل دا د هېواد پر اقتصادي وضعيت خصوصاً د سوداګرو، صنعت کارانو او عام ولس په مارکېټ کې د راکړې ورکړې باندې ډېر منفي اغېز کړی دی.))

دی غوښتنه کوي چې افغانستان بانک دې هغه ژمنه پوره کړي چې اوونۍ وړاندې يې سوداګرو ته د حوالو د ورکړې په اړه کړې وه چې په هر شمېر کې پيسې حواله او له بانکه ايستلی شي.

د جلال اباد ښار يو عمده پلورونکی دوکاندار حميدالله وایي، دوی ډېر مالونه له مزار شريف ښار څخه راوړي، خو اوس چې بانکونه حوالې نه کوي نو سوداګر او شرکتونه ورته خوراکي او غير خوراکي توکي نه لېږي.

دی وايي، دوی اړ کیږي چې پيسې د صرافيو له لارې حواله کړي خو پخوا به د حوالې پيسې صرافانو کمې اخیستې او اوس له موقع څخه په ګټې اخیستو صرافانو د حوالې پيسې لوړې کړې دي.

نوموړي وويل: ((دوکاندار او که سوداګر دی څومره مصرف چې په مال راځي نو هغه د مال اصلي نرخ سره جمع کوي او بيا نرخ ټاکي چې ټول زيان يې ولس ته رسېږي.))

عام خلک هم دغه وضعيت اندېښمن کړي او وايي، که له یوې خوا د بېکارۍ کچه مخ په لوړېدو ده، له بل پلوه د خوراکي او غېر خوراکي توکو د نرخونو  لوړوالی هغه څه دي چې خلک یې د امارت له چارواکو د کنټرول غوښتنه کوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي نعيم الله پژواک سره خبرو کې وويل، له کله راهیسې چې طالبان واکمن شوي د خوراکي او غير خوراکي توکو نرخونه په خپل سري توګه لوړ شوي دي.

په همدې حال کې ختيځ کې د افغانستان بانک رييس قاري رفيع الله بيا وايي، نږدې وختونو کې به بانکونه بېرته خپل عادي حالت ته وګرځیږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((دا خبره د دوی صحيح ده، له تحول نه وروسته دغه يو خبره شوې وه، د مرکزي بانک له خوا نه د خصوصي بانکونو په حصه کې، هغه نو هغه وخت و چې ابتدايي وخت و ، صادره د افغانستان بنده وه، خصوصي بانکونو ته دا هدايت شوی و چې تاسو دوه سوه ډالر يا معادل د افغانيو باندې پيسې ورکولی شئ، نو په دغې باندې مشکل نه حل کېده، بيا موږ مرکزي بانک ته مکتوب ولېږه هغوی موږ ته اجازه راکړه اوس الحمد الله دا مشکل خلاص شوى دى.))

خو همدا اوس هم په جلال اباد ښار کې خصوصي بانکونه له ۲۰۰ ډالر او ۲۰زره افغانيو چاته زياتې نه ورکوي چې دغې چارې د سوداګرو ترڅنګ عام خلک هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.