ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د شپږو میاشتو لپاره وغځاوه

امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د شپږو میاشتو لپاره وغځاوه

author avatar
17 Sep 2021 - 22:43
امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د شپږو میاشتو لپاره وغځاوه
author avatar
17 Sep 2021 - 22:43

کابل(پژواک,۲۶وږی۱۴۰۰) : امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي ماموریت د شپږو میاشتو لپاره وغځاوه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په فیسبوک پاڼه کې راغلي چې
امنيت شورا په متفقه توګه د (S / RES / ۲۵۹۶ ۲۰۲۱) نمبر پرېکړه ليک په تصويب سره
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموريت نوی کړ.

د سرچینې د معلوماتو په اساس, د یوناما اوسنی ماموریت د شپږو میاشتو لپاره، د۲۰۲۲ کال د مارچ تر ۱۷ پورې تمديد شو او دملګرو ملتونو له سر منشي څخه غوښتنه شوې چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍتر ۳۱ مې پورې یو لیکلی راپور چمتو کړي چې په افغانستان کې “د وروستیو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو پرمختګونو په رڼا کې د یوناما د ماموریت لپاره، ستراتېژیکې او عملیاتي سپارښتنې” په ګوته شوې وي.

سرچینې زیاته کړې, د امنيت شورا په (S / RES / ۲۵۹۶ ۲۰۲۱) نمبر پرېکړه ليک کې د يو ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو، دبشري حقونو پر ملاتړ او نړيوال قانون ته پر درناوي ټينګار وشو.

Visits: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.