ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنۍ: نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي

کورنۍ: نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي

author avatar
18 Sep 2021 - 18:09
کورنۍ: نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي
author avatar
18 Sep 2021 - 18:09

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰): د هلکانو د زده کړو د پیل له اعلان وروسته یو شمېر کورنیو د نجونو د زده کړو پر نه پیلېدو سختې نیوکې کړې او فېسبوک کې یې د یو هشتک له لارې د پوهنې له وزارته غوښتي چې ژر باید د نجونو ښوونځیو درسونه پیل شي.

طالبانو شاوخوا یوه میاشت مخکې کابل ونیو او د وږي په ۱۸مه د پنجشېر له سقوط وروسته یې د ټول هېواد کنټرول په لاس کې واخیست.

دوی له دې وړاندې ویلې وو چې ښځوې د زده کړو، کار، ملکیت او سوداګرۍ حق لري او اسلامي امارت د دوی ټول هغه حقونه ورکوي چې د اسلام مبارک دین هغوی ته ورکړي دي.

د نجونو او هلکانو د لومړنیو ښوونځیو درسونه د وږي په ۱۵مه پیل شوي دي.

پوهنې وزارت تېره ورځ (د وږي ۲۶مه) د یوې اطلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د هلکانو د منځنیو او ثانوي دورو درسونه د وږي په ۲۷مه پیلېږي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: «د هلکانو ټولو منځنیو ښوونځیو، لېسو او رسمي مدرسو ته خبر ورکول کېږي چې څو خپل درسونه د وږي میاشتې له ۲۷مې نېټې پیل کړي، نو د هلکانو د برخې ټول استادان باید خپلو ښوونځیو ته حاضر شي.»

د یادې خبرپاڼې خپرېدل د کورنیو د سختې اندېښې لامل شوي دي.

د کابل د خوشحال خان اوسېدونکې نجیبې د نجونو د منځنۍ او ثانوي زده کړو د نه پیلېدو په اړه پر اندېښنې ښودلو سربېره وویل: «لور مې په لسم ټولګي ګې ده، په دې لسو کلونو کې اول نومره وه او اوس یې چې ښوونځی نه دی پیل شوی، ډېره خواشینې ده.»

هغې زیاته کړه چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو نه پرانیستل، هيڅ کورنۍ ته د منلو نه دي او طالبان باید د هغوی د زده کړو خنډ نه شي.

نوموې وویل: «موږ نه پوهېږو چې لورانو ته به مو طالبانو ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړي کنه؟ له طالبانو مو هیله دا ده چې ژر دې د نجونو د ښوونځیو درسونه پیل کړي او د کونیو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.»

په ورته مهال د کابل ښار د کارته نو اوسېدونکي احمدالله وویل: «د نجونو د ښوونځیو د درسونو نه پیل ټولې کورنۍ اندېښمنې کړې، موږ غواړو چې نجونې د نړۍ د نورو مسلمانانو نجونو په ډول زده کړې وکړي، اوس د پرمختګ وخت دی.»

هغه چې د پنځو لورانو پلار دی وویل: «له دې سره چې طالبانو څو ځله اعلان کړی چې د نجونو د ښوونې او زده کړو خنډ نه ګرځي؛ خو تراوسه یې عمل نه دی پرې کړی او زمو لورانې په کورونو کې دي، هېڅ نه پوهېږو چې څه به کېږي.»

د فېسبوک ځینو کاروونکو د «نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي» تر عنوان لاندې هشتک پر لاره اچولی دی. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.