کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰): د هلکانو د زده کړو د پیل له اعلان وروسته یو شمېر کورنیو د نجونو د زده کړو پر نه پیلېدو سختې نیوکې کړې او فېسبوک کې یې د یو هشتک له لارې د پوهنې له وزارته غوښتي چې ژر باید د نجونو ښوونځیو درسونه پیل شي.
طالبانو شاوخوا یوه میاشت مخکې کابل ونیو او د وږي په ۱۸مه د پنجشېر له سقوط وروسته یې د ټول هېواد کنټرول په لاس کې واخیست.
دوی له دې وړاندې ویلې وو چې ښځوې د زده کړو، کار، ملکیت او سوداګرۍ حق لري او اسلامي امارت د دوی ټول هغه حقونه ورکوي چې د اسلام مبارک دین هغوی ته ورکړي دي.
د نجونو او هلکانو د لومړنیو ښوونځیو درسونه د وږي په ۱۵مه پیل شوي دي.
پوهنې وزارت تېره ورځ (د وږي ۲۶مه) د یوې اطلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د هلکانو د منځنیو او ثانوي دورو درسونه د وږي په ۲۷مه پیلېږي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: «د هلکانو ټولو منځنیو ښوونځیو، لېسو او رسمي مدرسو ته خبر ورکول کېږي چې څو خپل درسونه د وږي میاشتې له ۲۷مې نېټې پیل کړي، نو د هلکانو د برخې ټول استادان باید خپلو ښوونځیو ته حاضر شي.»
<strong>د یادې خبرپاڼې خپرېدل د کورنیو د سختې اندېښې لامل شوي دي.</strong>
د کابل د خوشحال خان اوسېدونکې نجیبې د نجونو د منځنۍ او ثانوي زده کړو د نه پیلېدو په اړه پر اندېښنې ښودلو سربېره وویل: «لور مې په لسم ټولګي ګې ده، په دې لسو کلونو کې اول نومره وه او اوس یې چې ښوونځی نه دی پیل شوی، ډېره خواشینې ده.»
هغې زیاته کړه چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو نه پرانیستل، هيڅ کورنۍ ته د منلو نه دي او طالبان باید د هغوی د زده کړو خنډ نه شي.
نوموې وویل: «موږ نه پوهېږو چې لورانو ته به مو طالبانو ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړي کنه؟ له طالبانو مو هیله دا ده چې ژر دې د نجونو د ښوونځیو درسونه پیل کړي او د کونیو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.»
په ورته مهال د کابل ښار د کارته نو اوسېدونکي احمدالله وویل: «د نجونو د ښوونځیو د درسونو نه پیل ټولې کورنۍ اندېښمنې کړې، موږ غواړو چې نجونې د نړۍ د نورو مسلمانانو نجونو په ډول زده کړې وکړي، اوس د پرمختګ وخت دی.»
هغه چې د پنځو لورانو پلار دی وویل: «له دې سره چې طالبانو څو ځله اعلان کړی چې د نجونو د ښوونې او زده کړو خنډ نه ګرځي؛ خو تراوسه یې عمل نه دی پرې کړی او زمو لورانې په کورونو کې دي، هېڅ نه پوهېږو چې څه به کېږي.»
<strong>د فېسبوک ځینو کاروونکو د «نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي» تر عنوان لاندې هشتک پر لاره اچولی دی.</strong>
دغو کاروونکو په یاد هشتک کې لیکلي چې له زده کړو د نجونو لرې ساتل، هماغه د نجونو ژوندۍ خښول دي، نه پرېږدو چې د نجونو ژوند ته یو ځل بیا د ناپوهۍ دوره راشي.
دغه راز هغوی لیکلي: «ټول باید د ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونې د به پېښودو پر وړاندې خپل غږ پورته کړو.»
د روح الله په نوم یوه فېسبوک کاروونکي لیکلي: «هلکانو! ښوونځي ته تګ مو تحریم کړئ، خدای (ج) او پیغمبر ستاسو خویندو ته د زده کړو حق ورکړی دی.»
د فېسبوک بل کاروونکي ستوري نېکزاد لیکلي: «زه ډېر خواشینی یم، نجونې هم نیمه ټولنه دي، موږ دې له ډېر مه محدودوئ.»
هغه ویلي چې مسلمانو ښځو ته د خدای (ج) له لوري د تعلیم حق ورکړل شوی، هيڅ قدرت نه شي کولای د نجونو د زده کړو حق ترې واخلي، د ښوونځیو او پوهنتونو د پیلېدو په برخه کې جدي پاملرنه وشي. نور وخت مه ضایع کوئ. له ازموینې پرته ارتقا امکان نه لري. وخت ډېر لږ دی. د زده کړو د مرکزونو تړل د هېواد په ګټه نه دي. ځوان نسل د خپل نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښنه لري.»
<img class="aligncenter wp-image-417862 " src="https://pajhwok.com/wp-content/uploads/2021/09/Capture.png" alt="" width="868" height="271" />
بل کس پر فېسبوک لیکلي: «زوی مې ښوونځي ته ځي. تر څو چې لور مې ښوونځي ته لاړه نه شي، ځکه چې علم پر نر او ښځه فرض دی.»
یوه سیاسي کارپوه احمد سعیدي پر فېسبوک لیکلي: «له ډېرو رخصتیو وروسته، له لومړي تر دوولسم ټولګي هلکانو زده کوونکو اجازه ترلاسه کړه چې د ۱۴۰۰ کال د وږي له ۲۷مې ښوونځي ته لاړ شي؛ خو نجونو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.»
هغه لیکلي: «اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ولې طالبان تر دې بریده د نجونو پر خلاف دي او هغوی له زده کړو منعه کوي! ټول پوهېږو چې الله (ج) علم پر نر او ښځه فرض کړی دی. ایا طالبان نورې عقدې لري او یا د خدای (ج) د خبرو خلاف عمل کوي.
<img class="aligncenter wp-image-417863 " src="https://pajhwok.com/wp-content/uploads/2021/09/2-1.png" alt="" width="687" height="298" />
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې د نجونو د ښونځیو د درسونو د پیل په اړه د طالبانو د یوه ویاند ځواب هم ترلاسه کړي؛ خو تراوسه یې ځواب نه دی ویلی.