ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: ځینې سفارتونه ځانونه خپلواک ګڼي او د عوایدو برخلیک یې هم نامعلوم دی

سرچینه: ځینې سفارتونه ځانونه خپلواک ګڼي او د عوایدو برخلیک یې هم نامعلوم دی

author avatar
18 Sep 2021 - 11:45
سرچینه: ځینې سفارتونه ځانونه خپلواک ګڼي او د عوایدو برخلیک یې هم نامعلوم دی
author avatar
18 Sep 2021 - 11:45

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰): سرچینه وایي، د افغانستان ځینې سفارتونه ځانونه خپلواک ګڼي او په عوایدو یې هم پټه خوله دي، خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یوه سفارت پیسې بانک ته نه جمعه کیږي او څلورو سفارتونو د کار د پیل پیغام ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

طالبانو د تېرې زمري میاشتې په ۲۴مه کابل تر خپل کنټرول لاندې راوست او وروسته یې سرپرسته کابینه اعلان کړه چې مولوي امیرخان متقي په کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دی.

د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، (د وږي ۲۴مه) له پژواک خبري آژانس سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې تر وروستي بدلون وروسته د دغه وزارت شاوخوا اتیا سلنه کارکوونکي له هېواده وتلي دي.

دی وایي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي ریاستونو دنده درلوده چې د دغه وزارت اړیکې د نورو هېوادونو له سفارتونو سره وساتي، خو اوس په هر ریاست کې د ګوتو په شمار کسان پاتې دي.

د ده په وینا، اوس د افغانستان ډېر سفارتونه نه له مرکز کابل او نه هم له کوربه هېواد سره اړیکې لري.

دی وایي چې تر اوسه هم ځینې سفارتونه د افغانستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر محمد حنیف اتمر او ځینې یې د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له لوري رهبري کیږي، ځینو یې بې طرفي غوره کړې او ځینې یې بیا د افغانستان له نوي اعلان شوي حکومت سره په اړیکه کې دي. هغه په دې اړه جزییات ورنه کړل.

دی وایي چې د بهرنیو چارو وزارت اتیا سلنه لګښتونه د سفارتونو له عوایدو (لکه د پاسپورټ او نورو برخو له عوایدو) پوره کېدل، خو اوس ځینو سفارتونو په عوایدو هم ځانونه غلي کړي او په یوه ډول ځانونه مستقل ګڼي.

د ده په وینا، په المان او فرانسه کې د افغانستان سفارت کارکوونکو له دغو هېوادونو د پناه غوښتنه هم کړې ده.

دی وایي: «اروپایي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو عواید بُن او بیا له هغه ځایه کابل ته را انتقالیږي، څو ورځې مخکې د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د بُن قونسل ته زنګ وهلی و چې راټول شوي عواید د ده (اتمر) حساب ته انتقال کړه، تر څو پرې د بهرنیو چارو وزارت عواید تامین کړي، هغه ورته ویلي و چې زه دا کار نه شم کولی دا پیسې د افغانستان او د افغانستان د خلکو دي.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له محمد حنیف اتمر سره خبرې وکړو، خو اړیکه ورسره تینګه نه شوه، خو  د آلمان په بن ښار کې د افغانستان جنرال‌قونسلي دغه څرګندونې ناسمې بولي چې ګواکې د نورو ‌نمایندګیو  د لګښتونو د تأمین په موخه محمد حنیف اتمر له دې نمایندګۍ سره د عوایدو د انتقال په موخه اړیکه نیولي. دغه راز سرچینه وایي د افغانستان د هیڅ نمایندګۍ خپل عواید د بن جنرال قونسلګرۍ ته نه لیږدوي.

سرچینه زیاتوي: « په بن کې د افغانستان جنرال‌قونسلي ګرانو هیوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د دې ادارې کارکوونکي خپل اړوند فعالیتونه په پوره صداقت او امانتدارۍ سره سرته رسوي او د هیواد ملي ګټو د ساتنې او د افغانستان خلکو ته صادقانه خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي او خپلی کاری ساحه کی هیځ چاته اجازه نه ورکوی چه د قانون، ملی منافعوو او عامه دارایی پر خلاف عمل و کړی.»

د بهرنیو چارو وزارت یاده سرچینه وایي چې د دغه وزارت اوسني سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي څو ځله هڅه کړې چې په نورو هېوادونو کې له سفیرانو سره انلاین غونډه وکړي. ده وویل ټاکل شوې وه چې تېره ورځ هم داسې یوه غونډه وشي، خو له دې امله ونه شوه چې ډېر سفیران غونډې ته نه و حاضر شوي.

د هغه په وینا، د بهرنیو چارو وزارت د یوه پخواني کارکوونکي په واسطه په یوه غږیز پیغام کې له سفارتونو غوښتل شوي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي، خو هغه زیاتوي چې دا کار باید د یوه حکم په ډول او په رسمي بڼه ترسره شي.

دی وایي، سفارتونه هم نه پوهیږي چې برخلیک به یې څه کیږي او کوربه هېوادونه به افغانستان کې نوی اعلان شوی حکومت په رسمیت و پیژنې او که نه.؟

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي خبریالانو ته وویل، د یاد وزارت په چوکاټ کې داسې هیڅ کارکوونکی نشته چې د کار مخه یې نیول شوې وي.

ده وویل چې ټولو سفارتونو ته یې پیغامونه لېږلي، تر څو د افعانستان ښه استازیتوب وکړي، خو ځینې داسې درې، څلور سفارتونه به وي چې چارواکي یې شخصي نظرونه لري او مخالفت یې ښودلی وي.

هغه درې ورځې مخکې ویلي و چې دی د بهرنیو چارو وزارت پر ټولو کارکوونکو باور لري، خو که څوک شک پرې کوي او “پردی” یي بولي، نو الله تعالی به ورنه پوښتنه کوي، خو هيڅوک دې اندېښنه نه کوي او کارونو ته دې ادامه ورکړي.

متقي د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، په یوه هېواد کې د افغانستان له سفارته یې داسې راپور تر لاسه کړی چې د پاسپورټ پیسې بانک ته نه جمعه کېږي، بلکې شخصي جیبونو ته ځي، خو د ده په خبره، دا ناځواني ده او هرڅوک باید خپلې راتلونکې ته وګوري.

Visits: 1624

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.