کابل (پژواک، ۲۸ وږی۱۴۰۰): د پوهنې وزارت سرپرست په ملي او اسلامي روحیه پر ښوونه او روزنه د ټینګار ترڅنګ د دغه وزارت له مسوولینو وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د پوهنې وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې سر له سبا (د وږي په ۲۹ مه) دې ټول نارینه کارکوونکي خپلو دندو ته حاضر شي.
سرچینې لیکلي، د نورالله منیر په مشرۍ د پوهنې وزارت ناسته د دولت د ښوونې او روزنې کمېسیون او د دغه وزارت د رییسانو په ګډون ترسره شوه.
د خبرپاڼې په حواله، د پوهنې وزارت سرپرست په ملي او اسلامي روحیه د هېواد د بچیانو پر ښوونه او روزنه ټینګار وکړ، له رییسانو او مسوولینو یې وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP