کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۰) : د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په یوه ورځنۍ لوبه کې بنګله دیش ماتې ورکړه او ددواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو لوبو لړۍ درې پر دوه د بنګله دیش په ګټه پای ته ورسیده.
دا لوبې د بنګله دیش په کوربه توب پیل شوې وې او پرون وروستۍ لوبې ترسره کیدو سره پای ته ورسیدې.
د پنځمې لوبې پچه بنګله دیش وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، د افغان توپ اچوونکو دښې لوبې له امله د بنګله دیش لوبډلې ۱۵۵ منډې جوړې کړې ، دافغانستان له لوري بلال سمیع، ننګیالي یوسفزي، درې درې، او شاهدالله دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې یاد هدف د پنځوسم اوور په څلورم توپ ترلاسه او لوبه یې وګټله، خو د پنځو لوبو لړۍ درې پر دوه دبنګله دیش په ګټه پای ته ورسیده.
د افغانستان له لوري اسحق ځآځي ۵۲، عزت الله نوید ۲۹ او اعجاز احمد ۳۲ د پام وړ منډې جوړې کړې.
عزت الله نوید چې دوه لوبغاړي یې هم سوځولي وو، ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
ددې لړۍ لومړۍ درې لوبې بنګله دیش ګټلې وې، خو وروستۍ دوه یې افغانستان وګټله.
د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي رییس احمدزي پژواک ته وویل چې په لوبډله کې ډيری لوبغاړي وو او د لومړي ځل لپاره یې بهرني هیواد ته سفر وکړ.
هغه زیاته کړه، چې لوبغاړو یې د بنګله دیش پر وړاندې ډیرې ښې لوبې وکړې او خپله وړتیا یې ثابته کړه.
احمدزی وایي، چې بنګله دیش په دې وروستیو کې پخپل کور کې داسټرالیا او نورو پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن