Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله د مړینې هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٢٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې خو له امله يې څوک نه دي مړه شوي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٩٣ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٢٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٤٧١٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ٨٣ په غزني، ١٥ په بدخشان، ١٤ په زابل، ١٠ په کندهار، ٢-٢ په فراه او تخار او يوه په ننګرهار ولايتونو ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٢٢٥٤٠ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله څوک نه دي مړه شوي خو په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله تر اوسه ٧١٩١ مړه شوي دي.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٢٩ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢٠٦ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٧ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 7

Exit mobile version