ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: ژر به د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي

مجاهد: ژر به د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۰): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وایي، د دولتي کارکوونکو د معاشونو پر لېستونو کار روان دی او ډېر ژر به په مرکز او ولايتونو کې ټولو کارکوونکو ته معاشونه ورکړل شي.

ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې د یادو څرګندونو تر څنګ خبريالانو ته وویل: «په ځينو معاشونو کې افراط موجود و، ډېر زيات معاشونه ځينو خلکو اخيستل، د هغوی کنټرول روان دی، اداره انشاءالله متوجې ده؛ ټول معاشونه به په نږدې راتلونکې کې ټولو ته ورکړل شي، ژمنه کوو.»

هغه د هېواد اقتصادي وضعيت ته په پام سره، وويل: «خلک باید خبر وي مخکې تر دې چې موږ کابل ته راشو، بانکونه لوټ شوي وو، تاسو کولای شئ د بانکونو له مسوولينو معلومات واخلئ؛ د افغانستان او د افغانستان د خلکو په ميليونونو ډالر له بانکونو ایستل شوي، غلا شوي او د هليکوپټرو له لارې بهر ته وړل شوي دي او بانکونه خالي شوي وو.»

د ده په وينا، د افغانستان ځينې پيسې د نړيوالو او نورو بهرنيو کړيو له خوا کنګل شوي، د بودیجې د نه بشپړېدو لامل شوي او بل دا چې تر اوسه د ټول هېواد عوايد نه دي راټول شوي، خو کار پرې روان دی.

خو هغه زیاته کړه: «موږ د هېواد له سر تر سره عوايد نه دي راټول کړي او د ټولېدو په حال کې دي، یعنې افغانستان دومره هم فقیر نه دی چې هیڅ نه لري، موږ عوايد لرو، ګمرکات لرو او د عوايدو له لارې کولای شو خپله بودیجه کې پيسې ولرو او خپل د حکومتدارۍ لګښت او داسې نور عاجل لګښتونه ترې پوره کړو.»

دی زیاتوي، د سوداګرۍ وزارت او نورو وزارتونو لپاره سرپرستان وټاکل شول، هغوی به خپل کار کوي او له دې سره کېدای شي پانګونه وده وکړي، تجارت به روان شي او کومې مالي ستونزې چې تصور يې کيږي؛ ډېر ژر به حل شي.

Visits: 525

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.