Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد کې د هدفي بريد او چاودنو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنو او هدفي وژنو اتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه پېښې نن د جلال اباد ښار د دويمې، څلورمې او پنځمې ناحيو مربوطاتو کې شوې دي.

د ننګرهار يوې روغتيايي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد حوزوي روغتون ته د دويمې ناحيې د دوو چاودنو او څلورمې ناحيې له يوې چاودنې پنځه ټپيان انتقال شوي دي.

دی وايي چې ټپيانو کې يو ملکي او پاتې يې طالبان دي.

بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند سرحدي لوا سيمه کې يو وسله وال بريد کې درې کسان وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، پېښه ۹ بجې شوې او په نښه شوي کسان ټول ملکي وکړي دي.

خو د پېښې يو عيني شاهد د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې په نښه شوي دوه طالبان او يو يې ملکي وګړی دی.

هغه دا هم وويل چې بريدګرو له طالبانو وسلې هم وړې دي.

تراوسه د دغو پېښو مسووليت چا نه دی منلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.