ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: د سرپل د فوايد عامې رياست د موټر يو هارن په ٦٠زره افغانۍ پېرلى

څېړنه: د سرپل د فوايد عامې رياست د موټر يو هارن په ٦٠زره افغانۍ پېرلى

author avatar
22 Sep 2021 - 09:20
څېړنه: د سرپل د فوايد عامې رياست د موټر يو هارن په ٦٠زره افغانۍ پېرلى
author avatar
22 Sep 2021 - 09:20

کابل (پژواک، ٣١ وږى ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې د سرپل د فوايد عامې رياست له لوري د يوه ګرېډر لپاره يو هارن په داسې حال کې په ٦٠زره افغانۍ پېرل شوی چې په بازار کې يې نرخ ١٥٠٠ افغانى دى.

پژواک ځيني اسناد ترلاسه کړي چې له مخې يې په ١٣٩٩ کال کې د سرپل ولايت د فوايد عامې رياست له لوري د موټرو د ترميم په موخه ٩٠ قلمه توکي له بازاره پېرل شوي دي.

دغه ٩٠ قلمه د سرپل د فوايد عامې رياست له لوري په ٣،٢ ميليونه افغانۍ پېرل شوي خو د پژواک د څېړنو له مخې يې په بازار کې شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ کېږي.

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د سرپل ولايت د فوايد عامې رياست له لوري د يوه جاپاني ګرېډر يو کمپرېشني هارن په ٦٠زره افغانۍ اخيستل شوی، په داسې حال چې په بازار کې يې نرخ ١٥٠٠ افغانۍ دى.

همدارنګه دغه رياست د کراز ډمټرک د بريک يوه ډبه په ١٨زره افغانۍ پېرلې، په داسې حال چې په بازار کې يې بيه ٣٥٠٠ افغانۍ ده.

دغه راز د سوپر ماز د پايو يو بلبرينګ يې په ٢٤زره افغانۍ پېرلى، په داسې حال چې په بازار کې يې نرخ ١٥٠٠ افغانۍ دى.

پژواک له ياد ٩٠ قلمه توکو د بېلګې په توګه يواځې د ٢٩ قلمونو يادونه کوي چې په لاندې جدول کې ذکر شوي دي:

 

شمېره اندازه د جنس نوم د سرپل د فوايد عامې رياست بيه د بازار بيه
1 یو عدد د کوماز نيورسل 30000 13300
2 یو عدد د کوماز ټانکر د هوا ويشوونکى 15000 5000
3 یو سېټ د سوپرماز بشپړ ټايراډ 30000 7600
4 یو عدد د سوپرماز د پايو بلبرينګ 24000 1500
5 یو سېټ د کراز ډمټرک د هوا ماشين 35000 12500
6 یو سېټ د کراز ډمټرک جک او انډل پايه 15000 3500
7 یو عدد د کراز ډمټرک برېک ډبه 18000 3500
8 یو عدد د ډمټرک د اشترينګ پمپ 30000 9000
9 یو سېټ د سوپرماز د سيل واشل 15000 2900
10 یو سیت د سوپرماز د استکيشن پيپ او واشلونه 20000 6600
11 یو عدد د سوپر ماز باډۍ کوټکه 4167 2700
12 یو عدد د سوپرماز د اکسلېټر راډ 8000 3200
13 یو عدد د لوبيت کوماز د هوا ماشين 25000 15000
14 یو سیت د لوبيت کوماز ټايراډ 30000 3200
15 یو سیت د لوبيت کوماز د پشتم ګيلاس 35000 29000
16 یو سیت د لوبيت کوماز رينګ 30000 8000
17 یو عدد د لوبيت کوماز د برېک لېدر 8000 1600
18 یو عدد د لوبيت کوماز د پايو پيکن 5000 130
19 یو عدد د کوماز د پايو بلبرينګونه 5000 1400
20 یو عدد د لوبيت کوماز د کيلومتر راډ 5000 1800
21 یو سیت د جاپاني ګريډر کمپرېشني هارن 60000 1500
22 یو عدد د چنايي لوډر سلف 40000 30000
23 یو سېټ د مخکني کشک ګوټکې 8000 2100
25 یو عدد د ټانکر کوماز د شا اينه 2000 600
26 یو عدد د ټانکر کوماز دوه انچه والف 15000 6500
27 یو عدد د ټانکر کوماز د اوبو زېرمه کولو ټانکر 5000 2200
28 یو عدد د سوپرماز د کلچ ذغال 10000 7000
29 یو جوړه د ډمټرک د باډۍ پېن 6000 3500

 

دغه توکي په ۱۳۹۹ کال کې د سرپل ولايت د فوايد عامې رياست له لوري د یو تړون له مخې د سړکونو د حفظ او مراقبت ریاست لپاره د سخي ظاهر زاده شرکت په مرسته پېرل شوي دي.

د اخيستل شوو توکو د لېست په پاى کې د سرپل د فوايد عامې رييس انجنير حشمت الله، د محاسبې مدير سيد عيسى او د مالي امر صبورخان پوپل لاسليکونه هم کړي دي.

د سرپل د فوايد عامې ریاست یوې سرچینې پژواک ته وویل چې د وسایطو د ترمیم دغه قرارداد د دغه ریاست له لوري د سخي ظاهرزاده له شرکت سره شوى و.

سرچینه وایي، ياد شرکت دغه توکي د کرونا د لومړۍ څپۍ پر مهال اخيستي دي.

ده زياته کړه: ((د کرونا ویروس له امله د دغه ریاست رییس او مالي امر موټر چلوونکو ته ویلي وو چې تاسې قرنطین یاست او په کور کې پاتې شئ او خپل د حاضري مهر مو د بشري سرچينو امر ته ورکړئ تر څو تاسې حاضر کړي.))

دا وايي: ((له همدغه فرصته په استفادې يې مستريان راوستي، په موټرو کې يې لږ کار کړى او بيا موټر چلوونکو ته ويلي چې موټر مې درته ترميم کړي، ځيني موټر چلوونکي چې پرې پوه شوي، هغوی ته يې پېسې ورکړې څو غږ پورته نه کړي.))

سرچينې ادعا وکړه چې د موټرو د ترميم په نوم پيسې ايستل شوې، د فوايد عامې رييس، مالي امر او د شرکت رييس په خپلو منځو کې وېشلي دي.

ده وويل: ((کوم شيان چې اخيستل شوي هم دي، له بازار نه يې نرخ ډېر لوړ ليکل شوى چې دا ظلم دى.))

پژواک هڅه وکړه چې د اړوندې موضوع په اړه له موټر چلوونکو، د شرکت له مسوولينو، د بشري سرچينو له مسوول او مالي امر سره خبرې وکړي، خو د رييس له وېرې يو هم خبرو کولو ته حاضر نه شو.

خو د سرپل د فوايد عامې پخواني رييس انجنير حشمت الله پژواک ته وويل چې په دې اړه معلومات کوي او بيا يې جزئيات له پژواک سره شريکوي.

خو د څو ورځو په تېرېدو سره نوموړى خبرو کولو ته حاضر نه شو او دا مهال يې د ټيلېفون شمېره هم بنده کړې ده.

د يادونې ده، د تېرو پنځو اوونيو په اوږدو کې وسله والو طالبانو نږدې ټول هېواد نيولی او د پخواني حکومت ډېرى مشران يا بهر ته تللي او که په هېواد کې دننه هم دي، نو د ټيلېفون شمېرې يې بندې کړې دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 1026

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.