ترینکوټ (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۰): تښتوونکو د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د یو سوداګر هغه زوی وژلی او مړی یې په یو غره کې موندل شوی چې دوه ورځې مخکې یې تښتولی و.
د عصمت الله په نوم د وژل شوي کس د کورنۍ یوه غړي پژواک خبري اژانس ته وویل، تښتول شوی ځوان (عصمت الله) دوه ورځې وړاندې د خپلوانو د واده له مراسمو څخه کور ته پر لاره و.
د ده په وینا، وروسته یې داسې معلومات تر لاسه کړل، تښتوونکو عصمت الله په فیلډر ډوله موټر کې تښتولی و.
سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې تښتوونکو د عصمت الله له پلار عبیدالله څخه چې د دهراوود یو سوداګر دی، د عصمت الله د خوشي کېدو په بدل کې پیسې غوښتې وې.
خو هغه زیاتوي، د عصمت الله په چړو وهل شوی مړی نن د یادې ولسوالۍ د «پوپلزو» په نوم غره کې پیدا شوی دی.
د عصمت الله پلار عبیدالله نن سهار له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې له طالبانو غوښتي و چې د تښتوونکو له منګولو د هغه د زوی په ژغورلو کې مرسته وکړي او تښتوونکي ونیسي.
د اروزګان امنیتې چارواکو د عصمت الله د وژل کېدو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د دغه ولایت د امنیت امر مولوي کامران نن سهار ویلي و چې د یاد تن د تښتونې په شک یو تن نیول شوی دی.
Views: 762
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن