ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې روغتیایي کارکوونکو ته پنځه میاشتې معاشونه نه دي ورکړل شوي

په فاریاب کې روغتیایي کارکوونکو ته پنځه میاشتې معاشونه نه دي ورکړل شوي

author avatar
23 Sep 2021 - 14:46
په فاریاب کې روغتیایي کارکوونکو ته پنځه میاشتې معاشونه نه دي ورکړل شوي
author avatar
23 Sep 2021 - 14:46

میمنه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په فاریاب کې روغتیایي کارکوونکي وایي، پر دې سربېره چې د پنځو میاشتو معاشونه یې نه دي اخیستي، دندې حاضریږي، خو که ستونزې یې دوام وکړي ښایي د دندې او هېواد پرېښودو ته اړ شي؛ خو مسوولین وایي چې هڅه کوي دغه ستونزې هوارې شي.

هغوی د افغانستان له روغتیایي سکتور سره د نړیوال بانک د مرستو پر ځنډ له اندېښنې ښودلو سربېره وویل چې افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې د نړیوالې ټولنې د مرستو له امله په مختلفو برخو په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

روغتیایي کارکوونکي: که مو معاشونه رانه کړل شي، اړیو چې دندې پرېږدو

د ميمنې د ولايتي روغتون کارکوونکي ډاکتر حشمت الله فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټول روغتيايي کارکوونکي خپلو دندو ته حاضریږي، هغه خدمتونه چې د جمهوریت پر مهال ترسره کېدل اوس هم په عادي ډول دوام لري، خو پنځه میاشتې کېږي چې معاشونه یې نه دي اخیستي.

هغه زیاته کړه، که وضعیت همداسې دوام وکړي، هغه مینه چې دوی یې له مسلک او خلکو سره لري، ښایي له دې وروسته یې ونه لري او ډېری کارکوونکي به دندې پریږدي.

فیضي د نړیوال بانک له خوا د مرستو پر درولو خواشیني څرګنده او زیاته یې کړه چې نړۍ باید د افغانستان له جګړه ځپلو او بې وزلو خلکو سره بشري مرستې سیاسي نه کړي، که دوی پر خپله پالیسۍ له سره غور ونه کړي، نو داسې یو ناورین به رامنځته شي چې پر نړۍ به هم اغېز وکړي.

په ورته مهال، د میمنې روغتون مالي مدیر سید احسان الله هم وویل چې هغه ته پنځه میاشتې معاش نه دی ورکړل شوی او له بلې خوا د نړیوال بانک مرستې درېدلې دي.

هغه زیاته کړه چې د نړیوال بانک د مرستو ځنډېدو نه یوازې دی، بلکې ټول کارکوونکي اندېښمن کړي، که وضعیت ښه نه شي، ښایي ټول روغتیایی مرکزونه وتړل شي، روغتیایی خدمتونه وړاندې نه شي او ډاکتران او کارکوونکي خپلې دندې پریږدي.

د فارياب ولايتي روغتون رییسې ډاکتر فوزیې سليمي پژواک ته وويل چې په هېواد کې د سياسي بدلونونو له امله د روغتيا په برخه کې کوم د پام وړ بدلون نه دى راغلى، ټول روغتيايي کارکوونکي چې ۴۵ سلنه یې ښځې دي، شپه او ورځ خپلو دندو ته راځي او خدمات په عادي ډول روان دي.

هغې چې په تېر حکومت کې د میمنې روغتون رییسه وه او د طالبانو په راتګ سره هم د روغتیایي مسوولینو له لوري د یاد روغتون رییسه ټاکل شوې، وویل چې د طالبانو له خوا یې په روغتون کې د ښځو سره کوم ناوړه چلند نه دی لیدلی.

سلیمي تایید کړه چې روغتیایی کارکوونکو ته له پنځو میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی او د نړیوال بانک د مرستو درېدو له امله د دوی اندېښنې ډېرې شوې دي؛ که نړیواله ټولنه په دې اړه پاملرنه ونه کړي، نو لوی ناورین به رامنځته او ښایي چې روغتیایي کارکوونکي خپلې دندې پریږدي، چې له امله به یې روغتیایي سیسټم له منځه لاړ او شل کال به وروسته پاتې شي.

هغې له ​​نړیوالې ټولنې وغوښتل، له دې پرته چې د افغانستان اوسنی جریان په پام کې ونیسې، له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي؛ ځکه چې اصلي اړمن ښځې، ماشومان، او د پاخه عمر کسان دي چې تل پر بشري مرتو تکیه دي.

دې وویل چې د فاریاب د خلکو اړتیاوو پوره کولو لپاره د ولایتي روغتون اوسنی تشکیل بسنه نه کوي او زیاته یې کړه چې د ولایتي روغتون د بسترونو شمېر پخواني ولسمشر ۳۰۰ ته لوړ کړ، بودجه یې منظوره او مالیې وزارت ته راجع شوه؛ خو د دوو کلونو په تېرېدو سره د نامعلومو لاملونو له امله دغه کار نه دی شوی، د روغتیا وزارت باید د ولایتي روغتون تشکیل ته جدي پاملرنه وکړي.

ډاکتر سلیمې د طالبانو د مسوولینو د چلند ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې باید نجونو او فعالو مېرمنو ته د زده کړو زمینه برابره کړي؛ څو د اسلامي اصولو په چوکاټ کې له ښځینه روغتیایي کارکوونکو سره کار وکړي.

مسوولین: هڅه کوو چې د روغتیایي کارکوونکو ستونزه ژر هواره شي.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس مولوي خان محمد همت وویل چې د فاریاب په کچه، د ولایتي او کرونا روغتون په ګډون، ۲۹ روغتیایي مرکزونه، ۳۲ کلینیکونه موجود دي چې له ۹۰۰ ډېر ډاکتران چې ۴۵ سلنه یې ښځې دي په کې دندې لري چې معاشونه او نور لګښتونه یې د نړیوال بانک په مرسته د (SAF) موسسې له لارې ورکول کېږي.

همت د نړیوال بانک د مرستو ځنډ ناسم اقدام وباله او ویې ویل چې که څه هم روغتیایي خدمتونه په عادي ډول روان دي او کارکوونکي خپلو دندو ته حاضر دي؛ خو د نړیوال بانک د مرستو ځنډ د خلکو او کارکوونکو اندېښنې ډېرې کړې او د افغانستان لپاره نړیوالې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.

هغه زیاته کړه چې د روغتیا وزارت رهبري د نړیوال بانک د مرستو د ځنډ پای ته رسولو لپاره له نړیوال روغتیایي سازمان سره خبرې کوي؛ خو د ډونرانو د مرستو پرې کولو په صورت کې به حکومت روغتیایي سکټور له شته شتمنیو، ګمرکي محصول او نورو عوایدو تمویل کړي، اوس جګړه نشته. هغه پیسې چې مخکې به په نظامي برخه کې لګېدې، نه یوازې په روغتیا، بلکې د نورو برخو لپاره به هم بسنه وکړي.

د عامې روغتیا رییس دغه راز د مخکني حکومت پر مهال د روغتایي خدمتونو د وړاندې کولو بڼه ناسمه او پر فساد ککړه وبلله او زیاته یې کړه: «مخکنۍ ادارې د عمل په پرتله شعار ډېر ورکاوه، پر فساد ککړه وه. لکه څنګه چې لیدل کېږي په روغتیایي او کوویډ-۱۹ برخه کې ډېری خیالي او غیرمسلکي  کسان ګومارل شوي. بستونه ظاهراً اعلان ته سپارل شوي؛ خو د مسوولینو د کورنیو غړي او نږدې خپلوان ورته معرفي شوي دي. په ځانګړې توګه د کرونا په برخه کې د کابل له ادارې د ډېرو امکاناتو ترلاسه کولو لپاره، پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر اعلان شوی، له اړتیا پرته کارکوونکي یې ګومارلي دي.»

هغه په روغتیایي سکتور کې پر بنسټیزو اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې ویل، هغه کسان چې مسلکي دي، کلونه یې خلکو ته خدمت کړی، د تجربو او ښه شهرت لرونکي دي، خپل کار ته به دوام ورکوي؛ خو هغه کسان چې د اړیکو او رشوت له مخې ګومارل شوي، له لارښوونې او اخطار وروسته به منفک کېږي، ځکه د اسلامي امارت په نظام کې فاسد کسان ځای نه لري.

د روغتیا رییس زیاته کړه چې په المار، قیصار، دولت آباد او کوهستان ولسوالیو کې روعتیایي مرکزونه د هوایي بریدونو له امله ویجاړ شوي او بیارغونې ته اړتیا لري، چې د وخت په تېرېدو سره به په دې اړه اقدام کوي.

په افغانستان کې د (SAF) موسسې عمومي رییس ډاکتر محمد نعیم مصمم وویل چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې روغتیایي سکتور له ستونزو سره مخ دی. دا  مهال د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ژمنه کړې چې د نړیوالې ټولنې د صندوق (UNDP)  له لارې د روغتیایي او اساسي خدمتونو د یوې میاشتې لګښتونه به ورکوي؛ خو له نړیوال بانک، نړیوال روغتیایي سازمان او نور ډونرانو سره خبرې روانې دي؛ څو د نړیوال بانک د مرستو دوام لپاره یوه لاره پیدا شي او روغتیایي خدمتونه له رکود سره مخ شي.

هغه د فاریاب ولایت د روغتیایي کارکوونکو د پنځه میاشتني معاش د نه ورکړې په اړه وویل چې مخکې د روغتیایي اکمالاتو قرارداد د سنایي (SDO . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.