ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د ۲۵زره کورنیو برېښنا پرې شوې ده

سرچینه: د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د ۲۵زره کورنیو برېښنا پرې شوې ده

author avatar
28 Sep 2021 - 15:08
سرچینه: د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د ۲۵زره کورنیو برېښنا پرې شوې ده
author avatar
28 Sep 2021 - 15:08

فیروزکوه (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۰): د غور د مرکز فیروزکوه ښار ځیني اوسېدونکي د برېښنا له پرې کېدو شکایت لري او د دې ستونزې د هوارولوغوښتنه کوي، خو چارواکي د یادې ستونزې د هواري غوښتنې ترڅنګ وایي چې برېښنا د مالي ستونزو له امله پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، فیروزکوه ښار ۲۵زره کورنۍ له ډيزلي برېښنا، یو شمېر کورنۍ له لمريزې برېښنا چې دوی په خپله چمتو کړې، ګټه اخلي خو یو شمېر فقیرې کورنۍ هیڅ برېښنا نه لري.

د فیروزکوه ښاریان: سره له دې چې د برېښنا بېل مو هم تحویل کړی خو بیا مو هم برېښنا پرې شوې ده

نوراحمد اسلمي چې له خپلو درېیو ماشومانو سره د ډيزلي څراغ رڼا ته- چې له ۲۰ کلونو راهيسې  ساتلی- ناست وو، پژواک ته وویل: سره له دې چې د برېښنا پیسې منظمې تحویلوو، خو دوه ورځې کېږي چې زموږ برېښنا پرې ده او له ګڼو ستونزو سره مخ یو، د شپې تیاره وي، زموږ اولادونه نه شي کولی خپل درسونه ووایي.»

هغه د دې ستونزې د هواري غوښتونکی شو او له مسوولینو یې وغوښتل چې د دوی برېښنا دې بیا وتړل شي.

د فیروزکوه ښار یوه اوسېدونکي سید ضمیر چې د برېښنا له نشتوالي شکایت لري، پژواک ته وویل، دوه شپې کېږي چې دی او کورنۍ یې په تیاره کې شپه تېروي.

هغه زیاته کړه: «کلونه کېږي چې حکومت غور ته د برېښنا بند جوړولو ژمنه کوي او د خلکو ته د کورونو رڼا کولو وايي، خو د طالبانو له راتګ سره دغه نیمی برق هم قطع شو، موږ له حکومته غواړو چې برېښنا دې خوشې کړي، څو خلک له بې برقۍ وژغورل شي.»

نوموړي وویل د برېښنا پيسې مو په منظم ډول تحویل کړې او له دغه درکه ستونزه نشته.

د برېښنا شرکت: هڅه ګېږي چې د فیروزکوه ښار برېښنا بیا ځلي وتړل شي.

په غور کې د برېښنا امر عبدالسلام توحیدي په فیروزکوه ښار کې د برېښنا پرې کېدو د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل چې د فیروزکوه د ډېری ښاریانو برېښنا له ډيزلي جنراټورونو تمویلېږي چې اوسمهال برېښنا شرکت د بودجې له ستونزې سره مخ ده.

هغه وویل، څو چې د برېښنا عمومي شرکت دوی ته بودجه ورنه کړي، نه شي کولی چې د فیروزکوه ښاریانو ته برېښنا ورسوي.

هغه وویل: «موږ بودجه نه لرو، د فیروزکوه ښاریانو لپاره د برېښنا وېش میاشت کې ۱۵زره لېترو تېلو ته اړتیا ده، موږ دومره روپۍ نه لرو چې تېل واخلو او برق ورسوو.»

نوموړي وویل چې یاده ستونزه یې له مرکز سره شریکه کړې چې پيسې ور ورسېږي، تېل به واخلي او د فیروزکوه برېښنا به فعاله کړي.

د هغه په وینا، د فیروزکوه د اوسېدونکو پیسې بانګ ته تحویل شوې خو پر بانکونو د محدودیتونو د لګولو له امله نه شي کولی چې له بانکونو پیسې ر اوباسي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.