Pajhwok Afghan News

متقي: نړۍ ته له افغانستانه نور خطر نشته؛ غواړو د سیمې اقتصادي وصل کې مرکزي رول ولرو

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۰): امیرخان متقي وایي، په کور دننه د ښې حکومتولۍ او له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې یو نوی سیاسي فصل پرانیزي او افغانستان نه غواړي د نورو ترمنځ د سیالیو قرباني شي، بلکې له ټولو سره نږدې اړیکې غواړي.

هغه دغه راز ویلي، د نورو دولتونو مشروع ګټو ته درناوی کوي او په مقابل کې له نورو هم د ورته تعامل هیله لري او له ټولو هېوادونو سره د متقابل تعامل او مشترکو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر دغه څرګندونې پرون ماښام د بهرنیو چارو په وزارت کې د سیاسي استازولیو له استازو (سفیرانو) سره په د یوې ناستې په ترڅ کې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي په دې ناسته کې وویل، افغانستان د نړیوالې ټولنې د یوه غړي او مسوول حکومت په توګه د ډیپلوماتانو او سیاسي استازو مصوونیت ته ځان ژمن بولي او دا چې ډیپلوماتانو د یوه ستر سیاسي تحول په جریان کې هم خپل کار ته دوام ورکړ، دا ښيي چې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ او د نوي حکومت چلن مسوولانه دی.

ده زیات کړه: «موږ غواړو په کور دننه د ښې حکومتدارۍ او له سیمې او نړۍ سره د اړیکو په برخه کې یو نوی سیاسي فصل پرانیزو. موږ د نورو دولتونو مشروع ګټو او غوښتنو ته بشپړ درناوی لرو، په مقابل کې له نورو هم د ورته تعامل توقع لرو.»

هغه همدا راز وویل چې دوی نه یوازې د امریکا له متحده ایالتونو سره، بلکې له ګاونډیو هېوادونو، اسلامي نړۍ، خلیجي هېوادونو، د سیمې له هېوادونو او له اروپايي هېوادونو سره هم د متقابل تعامل او مشترکو ګټو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړي.

د متقي په وینا چې دوی له اوږدې تحمیلي جګړې وروسته غواړي د یوه متوازن بهرني سیاست خپلولو له لارې له ټولو سره په سوله او تفاهم کې ژوند وکړي، افغانستان نه غواړي د نورو ترمنځ د سیالیو قرباني شي، بلکې له ټولو سره نږدې اړیکې غواړي.

متقي وویل: «افغانستان په تاریخي لحاظ تمدنونه وصل کړي دي، د ورېښمو تاریخي لار د دې ادعا ښه مثال دی؛ موږ په یوويشتمه پېړۍ کې هم کولای شو زموږ د ګاونډیانو او سیمې په اقتصادي وصل کې مرکزي رول ولوبوو. د جګړو په کلونو کې سیمه اندېښمنه وه چې له افغانستانه ورته ناخوالې ونه لېږدول شي؛ اوس افغانستان له واحد حکومت او ډاډمن امنیت څخه برخمن دی؛ نو له دې وروسته به نه یوازې دا چې د نا امنۍ د لېږد اندېښنې نورې نه وي، بلکې افغانستان به د ټرانزيټ مرکز شي.»

د متقي په وینا چې دوی په ټول توان سره هڅه کوي چې په سیمه‌ ییزو اقتصادي همکاریو کې ګټور رول ولوبوي او د ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او ورته نورو پروژو بشپړاوي ته چمتووالی لري او باور لري چې افغانستان د اقتصادي وصل له لارې دا ظرفیت لري چې په سیمه کې د ستر مثبت اقتصادي تحول له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل: «د افغانستان اسلامي امارت» له ټولو هغو دولتونو مننه کوي چې پخوا او اوس یې له افغانستان سره په بشري او پراختیايي برخو کې مرستې کړې دي او نوی حکومت غواړي چې ټولې ناتکمیل شوې پروژې په ښه ډول بشپړې شي او دوی به د دغو پروژو د تکمیل لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې چمتو کړي.

Views: 423

Exit mobile version