ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک:د قلندر ولسوالۍ اداره دې له خوست ښاره خپل اصلي ځای ته انتقال شي

author avatar
4 Oct 2021 - 11:52
author avatar
4 Oct 2021 - 11:52

خوست ښار (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۰): د خوست قلندر ولسوالۍ چې له تېرو شلو کلونو راهيسې د خوست له ښاره اداره کيږي، اوسېدونکي يې خپل اصلي ځای ته د انتقال غوښتنه کوي.

هغوی وايي، نور د دغه کار وس نه لري چې په يو عادي کار پسې لسګونه کيلو متره ښار ته مزل وکړي.

دوی زياتوي، شل کاله د وخت حکومتي چارواکو له خوا ورته په دې پلمه ولسوالۍ خپل اصلي ځای ته نه انتقاليده چې ګنې هلته ناامني ده او حکومتي مامورين د دندې لپاره په ازاد ډول نه شي ورتللی.

د معلوماتې له مخې، دا ولسوالي له ښار څخه شاوخوا دېرش کيلومتره لرې ده، چې د خوست په شمال کې موقعيت لري.

د بخت الله په نوم د دغې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی وايي چې په تېرو شلو کلونو کې په ياده ولسوالۍ کې د حکومتي ادارو په ځانګړي ډول د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ د نه شتون له امله يې ډېرې ستونزې وګاللې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ډېر داسې غريب خلک يې ليدلي چې د موټر کرايه يې له بل چا په پور اخيستې او ولسوالۍ ته د خپل کار ترسره کولو لپاره يې چې په ښار کې موقعيت لري، په ساعتونو مزل کړی دی.

ده زياته کړه: ((زموږ غوښتنه دا ده چې د قلندر ولسوالي مقام خپل ځای ته انتقال شي او هغه ستونزې چې په دې برخه کې له دوی سره موجودې دي، هغه له منځه لاړې شي. خلک د يوې تذکرې جوړولو لپاره په سلګونو پيسې مصرفوي او ښار ته راځي.))

د آدم ابرار په نوم د قلندر ولسوالۍ بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، شل کاله کيږي چې په دې ولسوالۍ کې هيڅ يوه حکومتي اداره نه ده موجوده او خلک د تذکرې جوړولو په څېر يو عادي کار پسې تر ښاره ځي.

هغه وايي، اوس مهال په ياده ولسوالۍ کې هیڅ ډول امنيتي ستونزه وجود نه لري، نو غوښتنه يې د نوي نظام له ولايتي چارواکو دا ده چې دغه ولسوالۍ خپل اصلي ځای ته انتقال کړي.

هغه زياتوي: ((د تېر حکومت له خوا ورته ويل کېدل چې هلته امنيت نشته ځکه اصل ځای ته ولسوالي نه انتقاليږي، خو اوس چې هلته امنيت تامين شوی دی، نو په کار ده چې ولسوالي اصلي ځاى ته انتقال شي.))

د معلوماتو له مخې، د خوست په يو شمېر نورو لرې پرتو ولسواليو کې هم ځينې ادارې په ځانګړي ډول عدلي او قضايي ارګانونه يا غير فعال دي او يا هم له مرکز څخه اداره کيږي.

بل خوا د خوست والي مولوي محمدنبي عمري له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ژمنه وکړه چې په نورو ولسواليو کې د غير فعالو ادارو د فعاليت د پيل کېدو ترڅنګ به د قلندر ولسوالۍ مقام او اړوندې ټولې ادارې ډېر ژر خپل اصلي ځای ته انتقال شي.

هغه وويل: ((دې کې شک نشته چې خلکو ته په دې کې تکليف دی، زحمت دی، ځکه د قلندر نه دا اوسني کوم موقعيت کې چې دغه ولسوالي قرار لري، دا ځای لرې دی. نو انشاالله، الله ته مې اميد دی چې ډېر ژر به په قلندر کې کومه ساحه چې د ولسوالۍ خپله ساحه ده، د خلکو د مشکلاتو د رفع په خاطر باندې هلته فعاليت شروع کړي.))

والي عمري زياته کړه چې د دوی د معلوماتو له مخې، په قلندر ولسوالۍ کې د ولسوالۍ لپاره هيڅ ډول حکومتي تاسيسات وجود نه لري، نو د دوی هڅه دا ده چې دا موضوع په اساسي ډول حل کړي.

د يادونې ده چې د مخکني حکومت پرمهال د ګڼ شمېر نورو ولسوالیو عدليي او قضايي او نورې دولتي چارې د ولايتونو له مرکزونو څخه اداره کېدې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.