Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونو پر مرسته کوونکو غږ وکړ چې خپلې ژمنې پوره کړي

ملګرو ملتونو پر مرسته کوونکو غږ وکړ چې خپلې ژمنې پوره کړي

author avatar
6 Oct 2021 - 18:47
ملګرو ملتونو پر مرسته کوونکو غږ وکړ چې خپلې ژمنې پوره کړي
author avatar
6 Oct 2021 - 18:47

کابل (پژواک ۱۴ وږی ۱۴۰۰): ملګري ملتونه او نور بشرپاله ملګري په افغانستان کې د ناورین په وړاندې د ژوند ژغورنې غبرګون کچه لوړوي او په ټولو مرسته کونکو غږ کوي چې خپلې ژمنې ژر تر ژره په حقیقت بدلې کړي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلي چې له يوناما څخه خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونه او نورې بشرپاله نادولتي موسسې د لږ وخت لرلو له کبله د ژوند ژغورنې مرستو رسولو بهیر چټک کوي ترڅو ناورین ځپلو خلکو ته تر ژمي دمخه مرستې ورسوي.

سرچينه کاږي، په افغانستان کې ميلیونونه خلک د لسیزو جګړو بې ځایه کېدو، اوږدمهاله بې وزلۍ، د کوویډ۱۹ وبا، سختې وچکالۍ، د روغتیایي ناکامه سیسټم او اقتصادي سقوط له امله خورا ډېر اغېزمن شوي دي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق او د لږکیو حقونه له جدي ګواښ سره مخ دي.

سرچينه زياتوي، ملګري ملتونه او نور بشرپاله همکاران یې د مالي نیمګړتیاوو، لوژستیکي ننګونو او د مخ پر ډېرېدونکي پېچلي جیوپولیټیکي وضعیت کابو کولو په برخه کې هیڅ ډل هڅې نه سپموي چې په افغانستان کې هغو ميلیونونو مېرمنو، نارینه وو او ماشومانو ته مرستې ورسوي چې په بشردوستانه مرستو اوخوندیتوب پورې تړلي دي.

يوناما وايي، د سپټمبر په میاشت کې له ۳.۸ ميلیونو څخه زیاتو خلکو د خوړو مرستې ترلاسه کړې، ۲۱،۰۰۰ ماشومانو چې عمرونه یې د ۶- ۵۹ میاشتو تر منځ وو او همدارنګه ۱۰،۰۰۰ مېرمنو د شدیدې خوارځواکۍ لپاره درملنه ترلاسه کړې، ۳۲،۰۰۰ وګړو د ژمي لپاره د کمپلو او ګرمو جامو په ګډون غیرخوراکي توکي ترلاسه کړي، ۱۰،۰۰۰ ماشومانو په سیمه ییزو ښوونځیو کې زده کړو ته لاسرسی موندلی، ۵۴،۰۰۰ وګړو لومړنيو او ثانوي روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی موندلی، ۱۶۰،۰۰۰بزګرانو او مالدارانو ته د مدالدارۍ په برخه کې مرستې چمتو شوي، ۱۲،۰۰۰ وګړو ته بیړني رواني روغتیايي خدمات وړاندې شوي، ۱۸۶،۰۰۰ وچکالۍ ځپلو خلکو ته اوبه برابرې شوي اوهمدارنګه ۱۵۰،۰۰۰  خلکو ته د حفظ الصحې کڅوړې او خدمات وړاندې شوې دي.

د خبرپاڼې په حواله، د ۲۰۲۱ کال په پیل کې په افغانستان کې بشري وضعیت له وړاندې په نړۍ کې تر ټولو خراب وضعیت و، چې د نفوس نیمایي برخې - شاوخوا ۱۸.۴ ميلیون وګړو - بشري مرستو ته اړتیا درلوده. شخړو او ناامنیو سږکال د هیواد په کچه نږدې ۷۰۰،۰۰۰ وګړي بې ځایه کړي، په داسې حال کې چې په ټولیز ډول له ۳.۵ ميلیونو څخه ډېر افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي دي. موجوده اړتیاوې او زیانمنونکی حالت له اوسني ناورین سره لا عمیق شوی او لا هم اقتصادي کړکېچ په افغانستان کې ډېر خلک د ناورین خوا ته بیايي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر ۱۳مه، بشرپاله ټولنې د افغانستان د چټکې مرستې اپیل وکړ او د ۶۰۶ ميلیونه ډالرو غوښتنه یې وکړه ترڅو د کال تر پای پورې ۱۰.۸ ميلیونه خورا زیان منونکو خلکو ته د ژوند ژغورنې لومړنۍ مرستې چمتو کړي. په افغانستان کې دغه ناوړه وضعیت ته د نړیوالې پاملرنې او پراخ ملاتړ له اعلان سره سره، د دې غوښتنې یواځې ۳۵ سلنه تمویل تر سره شوی دی.

سرچينه کاږي، د مرستندیویانو له خوا ورکړل شويو ژمنو ته باید سمدستي د حقیقت جامه واغوستل شي چې له ناوخته کېدو دمخه ډاډ ترلاسه شي چې بشرپاله سازمانونه کولای شي دې حالت ته ځواب ووایي. د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو څخه غوښتنه کېږي چې په افغانستان کې دننه او بهر د بشرپاله توکو او پرسونل استولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او په استثنایي ډول بشردوستانه مالي مرستې په بیړه چمتو کړي ترڅو په هېواد کې مرستندویه سازمانونو ته مرستې ورسیږي.

سرچينه زياتوي، د بشردوستانه توکو او ټول پرسونل وړیا او خوندي لېږد او تګ راتګ باید تضمین شي او اړین ګامونه باید پورته شي تر څو د ښځو په ګډون ټول مرستندویه کارکوونکي وکولای شي د ژوند ژغورنې چارې په هر اړخیز ډول په ازاده فضا کې تر سره کړي. په افغانستان کې بشرپاله ټولنه یو ځل بیا ټینګار کوي چې په ميلیونونو خلکو ته به د اړتیاوو پر بنسټ او د انسانیت، بې پریتوب، بې طرفۍ او خپلواکۍ له اصولو سره سم  بې قید وشرطه مرستې رسوي.

يوناما څرګندوي، له بیړني اقدام پرته، بشري وضعیت به تر ۲۰۲۲ کال پورې مخ په خرابېدو وي. اوسني برحال چارواکي، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه، مرستندویه ادارې، بشرپاله سازمانونه او نور اړوند اړخونه باید سمدستي منسجم شي ترڅو په افغانستان کې د لازیات بشري ناورین مخه ونیسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو استوګن همغږی کوونکی ډاکټر رامیز الاکبروف وايي: "د افغانستان خلک باید د ډله ییزو ناکامیو بیه پرې نه کړي. دوی په سوله او عزت کې د عادي ژوند مستحق دي. موږ به په افغانستان کې د ټولو ښځو، نارینه وو او ماشومانو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره کومه هڅه ونه سپموو. موږ به د ښځو، نجونو او د لږکیو د حقونو اوهمدارنګه د استخدام، خوړو، روغتیايي پاملرنې، تعلیم او خوندیتوب په اړه د ټولو دحقونو ملاتړ ته دوام ورکړو."

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان مشرې ماري ایلین مکګرورټي وویل: "افغانستان ډېر کم وخت لري. لهWFP   سره زما د کار پرمهال ما مخکې هیڅکله په دې کچه یو بحران نه و لیدلی. موږ د نا امېدۍ د نوې څپې شاهدان یو ځکه چې وچکالي او اقتصادي بحران د خوړو او سونګ توکو نرخونه لوړوي. د سړې هوا او سخت ژمي دمخه په ټول افغانستان کې کورنیو ته د خوړو رسول هغه څه دي چې موږ یې باید اوس تر سره کړو."

د افغانستان د مرستې او پرمختیا لپاره د همغږۍ ادارې مشرې لیسا کې پایپر وویل: "د نادولتي مؤسسو ټولنه د مساوي او خوندي بشردوستانه ځواب لپاره پاته کېدو اود مرستو وړاندې کولو ته ژمنه ده. موږ پوهیږو چې د هغو خلکو لږ تر لږه نیمایي ښځې او نجونې دي چې بشري مرستو ته اړتیا لري، نو دغو اړمنو ته رسېدنه د رښتینو اړمنو د پېژندلو پراساس ممکنه ده، بناء ښځینه مرستندویه کارکوونکې باید د دې وړتیا ولري چې کار وکړي، په آزاده توګه تګ راتګ وکړي او ټولنو ته لاسرسی ولري."

په کابل کې د UNHCR مرستیال استازي مرین دین کجدومکج وویل: "که چیرې د نړیوالې ټولنې له خوا کړې ژمنې تر دې دمه پوره نه شي او مرستې و نه رسول شي، په ميلیونونه بې ځایه شوي افغانان به په راتلونکي ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو ستونزې سره لاس او ګرېوان وي. د سمدستي اقدام نشتوالی به حتما ژور بشري ناورین رامنځته او د نورو بې ځایه کېدو لامل وګرځي چې نه یواځې سیمه يیزې، بلکې نړیوالې اغېزې به ولري. "

په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا رییس، اسټریډ سلیټین وویل: "لکه څرنګه چې اقتصاد غورځېدلی او د بانکدارۍ سیستم د سقوط له خطر سره مخامخ دی، په ټول هېواد کې به یې پر افغانانو، چې لادمخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي، ویجاړوونکې اغېزې ولري.NRC  مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو ته د ځواب ورکولو لوړوالي ته چمتو ده، مګر موږ د دې کار د ترسره کولو لپاره بې خنډه بشردوستانه لاسرسي ته اړتیا لرو، چې زموږ ښځینه کارکوونکې هم په کې کار وکولی شي. همدارنګه غړي هېوادونه باید په بیړني ډول د اقتصادي ثبات لپاره لارې چارې ومومي او د نغدو پیسو بحران دې حل کړي چې موږ وکولی شو د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو".

په افغانستان کې د  IOMدماموریت مشرسټورټ سمپسن وویل: "اوس د بل هر وخت پرتله ډېر موږ د نړیوالې ټولنې ژمنو ته اړتیا لرو ترڅو وکولی شو د بې ځایه شویو او محلي ټولنو ملاتړ وکړو، چې په عین حال کې افغانانو ته د مناسب کار له لارې په عزت سره د ژوند چانس ورکول کېږي. “

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ډاکټرلیوډپینګ وویل: "د ژمي په رارسېدو سره د افغانانو لپاره روغتیا ته لاسرسی نورهم سختیږي. د شري ناروغۍ او د اوبو شدید اسهالات لا پراخیږي. د کویډ۱۹ لېږد په ټول هیواد کې دوام لري. د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د معافیت سیسټمونه په زیاتېدونکي ډول له خطر سره مخامخ شوي. که بیړني ګامونه پورته نه شي دغه ځوروونکي ترکیبي فکټورونه به د مخنیوي وړ ناروغیو او مړینو د ډېرېدو سبب شي."

د افغان معلولینو لپاره د لاسرسي ادارې (AOAD) اجرایوي مشر عبدالخالق ځاځي وویل:  "په بشردوستانه او پرمختیایي مرستو کې د معلولیت لرونکو اشخاصو شاملول د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پیژندل شوې مهمه اجنډا ده. افغانستان په نړۍ کې د نفوسو له پلوه د معلولیت لرونکو وګړو له اړخه تر ټولو زیات وګړي لري، چې ډېر یې د جګړو له کبله اغېزمن شوي خلک دي چې جسمي توانمند کېدو، مصنوعي بدن غړو، مرستندویه وسایلو او یا خوراکي مرستوته اړتیا لري."

په افغانستان کې د یونیسف استازي هارو لودویک ډی لایس وویل: "ّپه داسې حال کې چې ډېرې کورنۍ پر خپل دسترخوان د خوړو د برابرولو لپاره هڅې کوي، د میندو او ماشومانو غذايي سلامتیا ورځ تر بلې خرابیږي. ماشومان ناروغه کیږي او د دوی کورنۍ بېخي کم امکانات لري چې د دوی هغه ډول درملنه وکړي چې اړتیا ورته لري. په چټکۍ سره د شري ناروغۍ خپرېدل او د اوبو شدید اسهالات به وضعیت لا پسې خراب کړي. "

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP ) استازي عبدالله الدرداري وویل: "افغانستان له یوه بیړني پرمختیایي حالت سره مخامخ دی. د ژوند ژغورلو لپاره پر سمدستي مرستې سربېره، نړیواله ټولنه باید د معیشت او سیمه ییز اقتصاد د ژغورلو، د ټولنو د مقاومت لوړولو او په هېواد کې د بشپړې اقتصادي او ټولنیزې ماتېدا مخه ونیسي. "

په افغانستان کې د FAO استازي ریچارډ ټرینچارډ وویل: "FAO . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.