ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وچکالۍ له امله د هلمند د انارو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي

د وچکالۍ له امله د هلمند د انارو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي

author avatar
16 Oct 2021 - 15:28
د وچکالۍ له امله د هلمند د انارو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي
author avatar
16 Oct 2021 - 15:28

لښکرګاه (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۰): په هلمند کې د انارو بڼوال وايي، سږ کال د وچکالۍ له امله نه یوازې د انارو حاصلات کم شوي، بلکې بیې یې هم ټیټې شوې دي.

هغوی زیاتوي، د انارو د حاصلاتو د کمښت لامل وچکالي او طبیعي افات دي چې هغوی یې سخت زیانمن کړي دي.

د نادعلي ولسوالۍ د انارو یوه بڼوال عزیزالله پژواک خبري اژانس ته وویل، نور کلونه د انارو حاصلات ډېر ښه وو، کافي عاید یې ورڅخه تر لاسه کاوه، خو سږ کال هم حاصلات کم دي او هم یې بیې ټیټې دي.

دی زیاتوي، هغه لږ حاصلات چې ترلاسه کړي یې دي، کیفیت یې ښه نه دی، ځکه د وچکالۍ له امله طبیعي امراضو او افاتو وهلي دي.

د ده په خبره، تېر کال کافي ورښت نه دی شوی، دغه راز جګړې او ناامنۍ هم وې چې له امله یې دوی درانه زیانونه ګالي.

د همدغې ولسوالۍ د انارو یوه بل باغ لرونکی شېر خان هم وايي چې سږ کال د انارو حاصلات هغسې نه دي لکه پخوا چې و.

ده پژواک ته وویل، سږ کال د وچکالۍ او طبیعي افاتو له امله د هلمند د انارو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي دي.

دی وايي، باغ لرونکي خپه دي ځکه د ټول کال خواري یې ضایع شوې ده.

د ګل محمد په نوم یوه بل باغ لرونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال یې خپل د انارو باغ په ۵ لکه افغانۍ په اجاره ورکړی و، خو سږ کال یې په ۳۵۰ زره افغانۍ په اجاره ورکړی دی.

نوموړی وايي، له یوې خوا په ټوله کې د انارو حاصلات کم دي او له بلې خوا د تر لاسه شوو حاصلاتو کیفیت ښه نه دی نو ځکه د پخوا په څېر بیه نه لري.

دی وايي، پخوا به له هلمند څخه انار بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېدل خو سږ کال لارې تړلې دي او بهر ته صادرولو چانس یې کم دی.

نوموړی د کرنې له چارواکو غوښتنه کوي چې دغه وضعیت ته په پام له باغ لرونکو او کروندګرو سره مرستې وکړي.

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي حمید هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات کم شوي دي.

نوموړي د انارو د حاصلاتو د کمښت لاملونه وچکالي، طبیعي آفات او تېرې جګړې وبللې.

خو ده وویل، له یو شمېر موسسو سره یې خبرې روانې دي، څو له کروندګرو او باغ لرونکو سره مرستې وشي او له راتلونکو زیانونو خوندي پاتې شي.

ده خبره ورکړ چې د راتلونکي کال لپار به هم له کروندګرو او هم باغ لرونکو سره د تخمونو، درملو او نورو توکو مرستې وشي.

هلمند د هېواد په سوېل کې پروت کرنیز ولایت دی چې نوزاد، واشېر، سنګین، ګرشک او نادعلي ولسوالۍ یې د انارو ډېر باغونه لري.

د دغه ولایت د ۹۰ سلنه وګړو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی.

Views: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.