ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کام ایر هوايي شرکت سبا له کابل څخه ابوظبۍ ته بیا الوتنې پیلوي

کام ایر هوايي شرکت سبا له کابل څخه ابوظبۍ ته بیا الوتنې پیلوي

author avatar
19 Oct 2021 - 10:15
کام ایر هوايي شرکت سبا له کابل څخه ابوظبۍ ته بیا الوتنې پیلوي
author avatar
19 Oct 2021 - 10:15

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۰): د افغانستان یو خصوصي هوايي شرکت کام اير سبا د کابل او ابوظبۍ ترمنځ خپلې الوتنې بېرته پیلوي.

په دوبۍ کې د افغانستان لویې قونسلګرۍ په خپلې فېسبوک پاڼې تېره شپه لیکلي چې له ډېرو هڅو وروسته یې کام اير شرکت ته د دغو الوتنو بیا پیل زمینه برابره کړه.

سرچینې لیکلي، په دې اړه افغان جنرال قونسل مسعود احمد عزيزي د کام اير هوايي شرکت له رييس تيمورشاه سره هم ليدلي او په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې په اماراتو کې د ځینو وفات شويو افغان مسافرو د جنازو انتقال ته به لومړیتوب ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه باندې دوه میاشتې وړاندې کابل ونیو او پر افغانستان د دوی له واکمنېدو وروسته کابل ته د زياترو نړیوالو الوتنو بهیر وځنډېد او لا هم پروازونه عادي شوي نه دي.

د افغانستان هوايي چلند ادارې مسوولینو بیا، بیا ویلي چې هېواد کې له وروستي تحول وروسته د کابل هوايي ډګر هر ډول الوتنو ته چمتو دی او له بهرنیو هوايي شرکتونو یې هم غوښتي چې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

خو تراوسه له بهرنیو هېوادونو یواځې د بشري مرستو الوتنې کابل هوايي ته کېږي او سوداګریزې الوتنې لا پیل شوې نه دي.

Visits: 1188

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.