Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ نړيوال شل اووريز جام دوه لوبې نن ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۰): د کرکټ نړيوال شل اووريزو لوبو په درشل کې نن ماسپښين سکاټلنډ له پي‌ان‌ جي او ماښام بيا بنګله‌دېش له عمان سره لوبه لري.

سکاټلينډ د تېرې لوبې په ګټلو سره نن (سه شنبه) د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر ۲:۳۰ بجو له پي‌ان‌جي سره خپله لوبه ترسره کوي.

سکاټلينډ په تېره لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه او په خپل ګروپ  کې يې دويم مقام خپل کړ، خو پي‌ان‌جي بيا له عمان څخه له ماتې خوړلو وروسته په دې ګروپ کې وروستی مقام لري.

په ورته مهال، له دې ګروپ څخه به دويمه لوبه د بنګله دېش او عمان تر منځ نن د افغانستان پر وخت د ماښام پر۶:۳۰ بجو ترسره شي.

دغه راز د روان نړيوال شل اووريز جام په ترڅ کې به سبا د اتو غورو لوبډلو تر منځ څلور تمريناتي لوبې هم ترسره شي چې افغانستان به له ويسټ انډیز سره مخامخ شي.

د افغانستان او ويسټ انډیز تر منځ دغه تمريناتي لوبه به سبا د افغانستان پر وخت د ماښام پر۶:۳۰ بجو ترسره شي.

د يادونې ده چې تېره ورځ سوېلي افريقا په تمريناتي لوبه کې افغانستان ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.