Language

خلیلزاد: افغانان له سترو اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دي

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکنی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل وروستی څپرکی نه دی، افغانان د اقتصاد او امنیت په ګډون سترې ننګونې مخکې لري.

خلیلزاد دغه څرګندونې په داسې حال کې نن پر خپلې ټويټرپاڼې کړې چې له نږدې درېیو کلونو راهیسې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه کار کاوه او تېره ورځ یې له دې دندې استعفاه وکړه.

دی وايي: “امریکايي ځواکونه وتلي او د متحدو ایالتونو لپاره جګړه ختمه شوې ده، خو دا وروستی څپرکی نه دی. د اقتصاد او امنیت په ګډون، افغانان مخې ته سترې ننګونې لري.”

هغه زیاته کړه چې دی افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن و او دا هغه څه دي چې افغانان یې له ۴۰ کلونو راهیسې هیله لري.

ده لیکلي چې متحده ایالات به د افغانانو ترڅنګ وي.

خلیلزاد په افغانستان کې د خپل تېر ماموریت پر مهال په قطر کې له اتلس میاشتنیو خبرو وروسته له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل.

Related Topics