کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۰): د روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو له افغان چارواکو سره ژمنه کړې چې له نوي افغان حکومت سره به تعاملات جاري ساتي او په ګډه به هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو پانګه له کنګل حالته راووځي.
تېره ورځ (چهارشنبه) په مسکو کې د افغانستان د مسایلو په اړه د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۱هېوادونو د استازو غونډه جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې تېره ورځ په یاده ناسته کې له ګډون وروسته، د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روسیې، چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره خبرې وکړې.
د ده په وينا، درې واړه لورو ژمنه وکړه چې د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره به خپلو تعاملاتو ته ادامه ورکوي او په ګډه به هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو بانکي ریزرف له کنګله را وباسي.
وروسته له هغه چې طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ونیو، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه، له همدې امله دا مهال افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
بلخي زياتوي چي يادو چارواکو په افغانستان کې پر رامنځته شوي امنیت خوښي وښوده او د نوي افغان حکومت د هڅو ستاینه یې وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د مسکو غونډې په څنډه کې افغان او هندي چارواکو ویلي وو چې د یو بل د اندېښنو په پام کې نیولو سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې رغوي، افغان او ایراني چارواکو بیا پتېیلې چې له سيمه ييزو اقتصادي فرصتونو به ګټه پورته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP