غزني (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۰): د غزني ولایتي ادارې په یوه تازه ګام کې د کابل- کندهار لویې لارې د هغو برخو د بیارغولو چارې پیل کړي چې په تېرو شلو کلونو کې د ماینونو د چاودنو او د موټرو د ډېر وزن له امله ویجاړې شوې وې.
چارواکي دغه ګام له هغه وروسته اخلي چې پژواک خبري اژانس څو ورځې مخکې د خلکو د شکایتونو پر بنسټ د دغې لارې په اړه راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې خلکو او موټر چلوونکو د یادې شوې لارې د ژر جوړولو غوښتنه کوله او ویل یې چې د هېواد دغه مهمه لار د جګړو او درنو موټرو د تګ راتګ له امله سخته خرابه شوې چې د ۶ ساعتونو سفر یې نږدې دوه برابره اوږد کړی دی.
خو اوس طالب چارواکي وايي چې د کابل- کندهار لارې د غزني له عزیز کال بیا د زابل د شاجوی ولسوالۍ تر پښ کندې د بیا رغونې چارې پيل کړې دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال د لارې په اوږدو کې هغه پولګوټي او ځایونه جوړوي چې په تېر کې د جګړو او د موټرو د درنو بارونو له امله ویجاړ شوي دي.
هغه زیاته کړه: «وسمهال د دغې لارې اړوند ویجاړ شوي پلچکونه او ځایونه جوړوو څو موټرونه پرې په ارامۍ تګ راتګ وکړي او خلک له ستونزو خلاص شي.»
دی وايي، په راتلونکي کال کې نه یوازې د کابل- کندهار بلکې د ټول حلقوي سړک د جوړولو پلان لري خو دا چې کله به یې عملي چارې پيل شي، کره نېټه یې نه ده معلومه.
د کابل- کندهار لار د تېر نظام په لومړیو کلونو کې جوړه شوه چې ډېره برخه یې د ماینونو د چاودنو او د موټرو د ډېر وزن له امله ویجاړه شوې ده.
د دغې لارې مسافر او موټرچلوونکي وايي، حکومت دې ویجاړ شوي پلونه او ځایونه په اساسي توګه ورغوي څو د ژمي په موسم کې بېرته خراب نه شي.
نعمت الله چې له غزني تر کابل پورې ټکسي چلوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، له کابله تر غزني هم د لارې په اوږدو کې ډېر ځایونه خراب شوي دي چې باید ورغول شي.
دی وايي کله چې سړک روغ و نو له کابله تر غزني په څه کم دوه ساعته کې رسېدل خو اوس چې لارې خرابه شوې په درې ساعتونو کې رسیږي.
د ده په خبره، له کابله تر غزني د لارې ډېره برخه په تېر کې د ماینونو چاودنو خرابه کړې، هر پلچک څو څو واره په ماینونو الوځول شوی چې باید په بنسټيز ډول جوړ شي.
محمد ګل چې له غزني تر کندهار پورې بار وړونکی موټر چلوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د جګړو تر څنګ د درنو موټرو تګ راتګ هم سړک ته زیان اړولی دی.
هغه زیاته کړه، د لارې له نیمايي ډېره برخه د هغو موټرو له امله خرابه شوې چې تر ټاکلې اندازې ډېر یې بار کړي وي.
دی وايي: «ډېر موټر چلوونکي مې پېژندل چې خپل موټر یې له قانوني وزن سربېره ډېر بارول چې له امله یې سړک جووې- جوې شوی، دا چې په حکومت کې فساد و مخینوی یې ګران کار و.»
نوموړی له چارواکو غواړي چې نه یوازې د موټرو د ډېر وزن موضوع کنټرول کړي، بلکې د لارې د جوړولو لپاره دې بنسټیز اقدام وکړي.
د سړک خرابوالي نه یوازې د ترافیکي پېښو کچه لوړه کړې، بلکې د موټر چلوونکو پر اقتصاد یې منفي اغېز کړی دی.
ډېری موټر چلوونکي وايي، ویجاړ پلونه او د سړک خراب حالت لامل شوی چې وخت په وخت د دوی موټرو ته زیان واوړي.
د کابل- کندهار لویه لاره د هېواد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي چې نږدې لس ولایتونه سره نښلوي.
Views: 353
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن