Language

د ولسي جرګې د پخواني غړي ابرارالله مراد ورور جلال اباد ښار کې وژل شوى

جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۰): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي جرګې د پخواني غړي ابرار الله مراد ورور غفران د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوى دى.

د ابرارالله مراد بل ورور اسرارالله مراد چې د ننګرهار ولايتي شورا غړی و، د لړم په ۳مه يې پژواک اژانس ته وويل، ورور يې غفران چې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې امر و د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې مربوطاتو کې وژل شوى دى.

د ننګرهار يوه روغتيايي چارواکي هم پژواک ته تاييد کړه چې د غفران جسد روغتون ته وروړل شوی دی.

د جلال اباد ښاروالۍ يوه مسوول هم دغه خبر پژواک ته تاييد کړ.

د نوموړي د وژنې مسووليت چا نه دی منلی.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

Related Topics