Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاغوري کې پنځه جسدونه موندل شوي

غزني (پژواک ۴ لړم ۱۴۰۰): د غزني مسوولين وايي چې د دې ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې پنځه جسدونه موندل شوي دي.

د عامي روغتیا رییس مولوي محمد حنیف مصباح وایي، جسدونه پیدا شوي خو تراوسه دا لا نه ده معلومه چې دا کسان څوک دي او د چا له خوا وژل شوي دي.

دی وايي: ((دغو سیمو کې پخوا هم ورته پېښې شوي یا هم د شخصي ستونزو له امله یا هم د غلو له امله، خو د دې پېښې تراوسه معلومات نشته.))

ده زياته کړه، طالبانو دغه کسان نه دي وژلي، خو وايي چې د قضیې د روښانولو لپاره د دوی پلټنې پيل شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکی محمد علي وایي چې وژل شوي کسان له پېژندګلوۍ وتلي دي.

د هغه په خبره، جسدونه اوس مهال د جاغوري ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته انتقال شوي دي.

د نوي نظام له ټينګښت راپدېخوا دا لومړۍ پېښه ده چې په يو ځايي بڼه پنځه جسدونه موندل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.