ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د ۴۰ وژل شوو او ټپیانو ۷۰ سلنه ننګرهار کې وو

تېره اوونۍ په افغانستان کې د ۴۰ وژل شوو او ټپیانو ۷۰ سلنه ننګرهار کې وو

author avatar
30 Oct 2021 - 18:01
تېره اوونۍ په افغانستان کې د ۴۰ وژل شوو او ټپیانو ۷۰ سلنه ننګرهار کې وو
author avatar
30 Oct 2021 - 18:01

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۰): په افغانستان کې د وروستي سیاسي بدلون په اړه په داسې حال کې په نړیواله کچه لا هم غبرګونونه او منډې ترړې روانې دي، چې نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او اوس هم ځینې چاودنې او بریدونه له افغانانو ژوند اخلي.

د اوونۍ د مهمو پېښو غورچاڼ:     

  • ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنې وکړې.
  • د ایران غونډه: پراخ بنسټه سیاسي جوړښت افغانستان کې د اوسني بحران حل لاره ده.
  • چین: له افغانستان سره د ګډو ګټو پر بنسټ کار کوو.
  • متقي د ۱۴ هېوادونو له استازو وغوښتل چې له کنګل حالت نه د افغانستان د پانګې په ایستلو کې مرسته وکړي.
  • امریکا: داعش پر امریکا د برید نیت لري، طالبان یې د ځپلو هڅې کوي، خو څرګنده نه ده چې وس یې لري که نه.
  • افغان چارواکي د داسې ګواښ شتون ردوي، وایي د داعش د کابو کولو وس لري.
  • جهادي شخصیت فاروق اعظم: د ټولګډونه په نوم حکومت کې د پخوانیو «مفسدینو» شاملول یوه ناروا ده.
  • تېره اوونۍ ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې او د دغې مرګ ژوبلې ۷۰ سلنه ننګرهار کې ده.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د یادې مرګ ژوبلې ۷۰ سلنه په ننګرهار کې ده.

په دې پېښو کې، په جلال اباد کې پر دوو رينجر موټر چاودنو کې د يو ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او څلور یې ټپيان کړي، ناپېژاندو وسله والو په جلال اباد کې يو ديني عالم او یو بل تن په برید کې وژلي او یو یې اعدام کړی دی، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې چاودنې دوه مېرمنې وژلي او څلور ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې وسله والو کسانو د واده پر مراسمو باندې ډزې کړي چې دوه ښځې په کې وژل شوي او لس نور کسان ټپيان دي او جلال اباد ښار کې د ولسي جرګې د پخواني غړي ابرار الله مراد ورور غفران د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوى دى.

دغه راز، د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د تېر حکومت د لومړۍ امنيتي حوزې آمر په مرموز ډول وژل شوی، د غزني په جاغوريو ولسوالۍ کې د پنځو وژل شوو کسانو مړي موندل شوي، په پکتيا کې يو ځوان تښتول شوی او بیا وژل شوی او ناپېژانده وسله والو د پکتیکا د جاني خېلو ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان عسکرشاه هجران په کندهار کې وژلی دی.

د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو. د دغو بریدونو مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادو بریدونو او وژنو تر څنګ، په نړیواله کچه د افغانستان د مسایلو په اړه د منډو ترړو بازار هم ښه ګرم دی.

له افغانستان سره د نړیوالو د اقتصادي مرستو ژمنې

نړیواله ټولنه – په داسې حال کې چې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړښت ټینګار کوي او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي- له دغه هېواد سره په بشري مرستو ټینګار کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، دغه سازمان له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي او د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.

یوه حکومتي چارواکي د چین له لوري له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو له مرستې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد به ژر له افغانستان سره د پنځه میليون ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو او درملو مرسته هم وکړي.

دغه راز افغان او چیني چارواکو له افغانستان څخه چین ته د صادراتو او په چین کې افغانانو ته د زده کړو د اسانتیاوو په اړه خبرې کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد به یې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ کار وکړي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د امریکا له متحده ایالتونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي.

امریکا وایي چې له افغانستان سره ۱۴۴میلیون ډالره بشردوستانه مرسته کوي او بریتانیا ویلي، هېواد به یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي، خو د مرستو په نامه ‘طالبانو ته سپین چېک’ نه شي ورکولی. سرچینه وایي، دا ډاډ به ترلاسه کوي چې افغانستان یو ځل بیا د «ترهګرو ډلو» او د نشه یې توکو د تولید په مرکز بدل نه شي.

د بریتانیا حکومت وايي، له افغانستان سره یې خپلې بشري مرستې دوه برابره کړي او ۳۷۱ میلیون ډالرو ته یې رسولې دي.

تېره اوونۍ هم د افغانستان د مسالې په اړه په نړیواله کچه هڅې روانې وې.

د ایران غونډه

په دغې غونډه کې د روسيې په ګډون د افغانستان شپږو ګاونډیانو ایران، پاکستان، ازبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او چین برخه لرله. د غونډې په پای کې یې اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې راغلي چې د یو پراخ بنسټه سیاسي جوړښت رامنځته کېدل په افغانستان کې د اوسني بحران د حل یوازینۍ لاره ده. په اعلامیه کې د افغانستان له حکومت څخه غوښتل شوي چې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې پوره کړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.

د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند احمد الله وثیق د ایران د غونډې په اړه وایي، د افغانستان اوسنۍ کابینه ټولګډونه ده او راتلونکې کې هم د تغییر احتمال په‌ کې شته. وثیق ویلي:”موږ له دې غونډې ملاتړ کوو، څرنګه چې مو تمه وه، هماغسې وشول او دا غونډه د افغانستان په ګټه وه.”

دا غونډه په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنه هوډ لري تر یوې میاشتې په کابل کې خپله دیپلوماټیکه نمایندګي بېرته پرانیزي. افغان حکومت د اروپايي ټولنې دغه اقدام ښه ګام بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه اوونۍ مسکو کې هم د افغانستان په اړه نړیواله غونډه جوړه شوه او افغان چارواکو هم په کې برخه لرله.

د چین او ۱۴ نورو هېوادونو له استازو سره قطر کې د افغان چارواکو کتنې

تېره اوونۍ د چین د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د خپلو هېوادونو د پلاویو په مشرۍ قطر ته ولاړل. هلته افغان او چیني چارواکو له افغانستان څخه چین ته د صادراتو او په چین کې افغانانو ته د زده کړو د اسانتیاوو په اړه خبرې کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد به یې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ کار وکړي.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي قطر کې د ۱۴ هېوادونو له سیاسي استازو سره وکتل او له نړيوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان د پیسو د زېرمو ازادولو کې له «اسلامي امارت» سره همکاري وکړي.

د افغانستان حکومت د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې افغان پلاوي د یادو هېوادونو له استازو سره د افغانستان په روانو، سياسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې ‏کړي خپل دریځ یې روښانه کړی او له هغوی یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

داعش امریکا ته ګواښ دی که نه؟

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې ښایي د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري افغانستان او یا د افغانستان په ګاونډ کې وي.

د امریکا د دفاع وزارت یو جګپوړي چارواکي ویلي، استخباراتي معلومات ښيي، چې داعش ډله تر راتلونکو شپږو میاشتو پر امریکا د برید وس پیدا کولی شي. د امریکا دفاع وزارت په ورته وخت کې ویلي د افغانستان حکومت د داعش ډلې ځپلو پسې دی، خو دا لا نه ده معلومه چې دوی (اسلامي امارت) د داعش د له منځه وړلو وس لري که نه.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبیح الله مجاهد، له افغانستانه امریکا ته د داعش د ګواښ په اړه وایي :«زه داسې یو ګواښ نه وینم او نه څوک دلته شتون لري او نه موږ ته معلومات رارسېدلي دي چې په دې کچه وي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي، چې د دوی ځواکونه د داعش کابو کولو وس لري.

د پخوانیو افغان چارواکو او خلیلزاد ناندرۍ

خلیلزاد د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان کې د نظام ړنګېدو، ستونزو ډېرېدو او ناورین رامنځته کېدو مسوول بللی، خو د غني مرستیال امرالله صالح بیا وایي خلیلزاد «د دغې دوکې» اصلي طراح دی.

که څه هم چې غني ویلي، له جګړې د مخنیوي په موخه له کابل څخه ووت، خو خلیلزاد وایي، غني کولی شوای د سولې لپاره، یو کال یا شپږ میاشتې وړاندې استعفا کړې وای. خلیلزاد وایي، چې امریکا په جګړه کې د طالبانو خلاف ماتې خوړله، نو ځکه یې مذاکرات د یوه بدیل په توګه غوره کړل.

خو صالح وايي چې خلیلزاد باید د دغې «لویې تباهۍ پړه» ومني. هغه وایي:«خلیلزاد هڅه کوي چې پړه پر نورو ور واچوي خو نه شي کولی چې په مرکو د خپلې ناکامۍ بوی ختم کړي.»

سياسي څېرې څه وایي؟

د افغانستان سوله ییز بدلون بنسټ مشر ډاکټر فاروق اعظم له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې ویلي تېر حکومت دوحه کې په ایماندارۍ مجلس ته نه و ناست، په خپله د نظام د له منځته تلو لامل شو او اوس د ړنګ نظام راپورته کول او له نړۍ سره یې تعامل وخت غواړي.

دغه راز هغه وایي، له هېواده د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وتلو سره جګړه ختمه شوه، اوس کار باید اهلو کسانو ته وسپارل شي، خو که نړۍ د ټولګډونه په نوم حکومت کې د پخوانیو «مفسدینو» شاملول غواړي، نو دا بیا له ولس سره یوه ناروا ده.

د جمعیت اسلامي ګوند د یوې څانګې مشر عطامحمد نور او د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدالرب الرسول سیاف – چې دا مهال بهر کې دي-  پر خپلو فیسبوک پاڼو یوه اعلامیه خپره کړې او «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت د عالي شورا» له جوړېدو یې خبر ورکړی. سرچینې ویلي چې په دغې شورا کې بېلابېل ګوندونه برخه لري.

په اعلامیه کې د هیڅ ګوند نوم نه دی ښودل شوی. د حزب اسلامي د یوې څانګې مشر عبدالهادي ارغنديوال او د هغه مرستیال انجنیر محمدخان ویلي چې د دې شورا غړیتوب نه لري.

خلک څه وايي؟

یو شمېر ښځو په کابل کې لاریون وکړ، ملګري ملتونه یې د ښځو د حقونو په برخه کې پر چوپتیا تورن کړل، له یاد سازمانه یې وغوښتل چې د هغوی غوښتنو ته پام وکړي.

دغه راز یو شمېر خلکو کابل ښار کې لاریون وکړ او د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتونکي وشول.

Visits: 254

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.