ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاهین: “جي ۲۰” ډله هېوادونه دې له افغانانو سره د خپلو مرستو پر ژمنو عمل وکړي

شاهین: “جي ۲۰” ډله هېوادونه دې له افغانانو سره د خپلو مرستو پر ژمنو عمل وکړي

author avatar
30 Oct 2021 - 16:42
شاهین: “جي ۲۰” ډله هېوادونه دې له افغانانو سره د خپلو مرستو پر ژمنو عمل وکړي
author avatar
30 Oct 2021 - 16:42

کابل(پژواک،۸ لړم ۱۴۰۰): د افغان حکومت یوه چارواکي د "جي ۲۰" ډلې د غړو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره دې ۱.۲ میلیارد یورو مرستې پر ژمنه عمل وکړي.

د «جي ۲۰» ډلې مشرانو ناسته نن او سبا (د لړم ۸ او ۹مه) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره کېږي.

د افغان حکومت یوه چارواکي سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ژمی نږدې دی او د افغانستان خلک بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

شاهین په افغانستان کې د قحطۍ، کډوالۍ او بشري بحران د مخنیوي لپاره د نړۍ بشري مرستې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت په یاد هېواد کې له مرستندویه بنسټونو سره همکارۍ ته تیار دی، تر څو د بېوزلۍ، کډوالۍ او نورو ستونزو مخه ونیول شي.

هغه ویلي: ((موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان د نږدې ۱۰ میلیارد کنګل شوې پانګې ستونزې په حل کېدو سره د هغو پرمختیايي مرستو له بېرته پیلېدو ملاتړ وکړي چې نړیوالې ټولنې یې د ۲۰۲۰ کال د ژینو ناسته کې له افغانستان سره ژمنه کړه ده.))

دا په داسې حال کې ده چې د اروپا کمېسیون رییس ورزولا فن در لاین د «جي ۲۰» ډلې کلنۍ ناسته کې اعلان کړی و چې اروپايي ټولنه تصمیم لري چې له افغانستان سره د اقتصادي ــ ټولنیز بحران د مخنیوي لپاره د بشردوستانه مرستیو په چوکاټ کې ۱،۲ میلیارد یورو مرسته وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.