کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی، له حکومت غواړي چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی د قوانینو د احکامو په رڼا کې تعقیب او له عاملانو سره دې عدلي چلند وشي.
یادې کمېټې نن د لړم په ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ((په وروستیو ورځو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د څو قضیو شاهدان وو، چې دغه کار د خبریالانو، رسنیو، د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو د اندېښنې لامل شوی دی.))
سرچینه لیکلي چې لومړۍ قضیه د روان کال د لړم په شپږمه پېښه شوه، په دې قضیه کې د خامه پرس خبري آژانس خبریال عبدالخالق حسیني د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د وسله والو کسانو له خوا وهل شوی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې: ((دویمه قضیه تر یادې پېښې یوه ورځ وروسته رامنځته شوه، په دې قضیه کې لوګر ولایت کې د مهال راډیو رییس زاهدالله حسین خېل د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو له خوا تر نیولو وروسته وهل شوی دی.))
د خبرپاڼې په حواله، تازه قضیه تېره ورځ رامنځته شوه چې د صدا او سیما پر عکاس علي رضا شریفي کابل ولایت کې وسله والو برید کړی او نوموړی یې ټپي کړی دی.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د غندلو ترڅنګ له افغان چارواکو غواړي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د قوانینو په رڼا کې تعقیب او عاملین يې تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.
په پای کې یادونه شوې: ((کمېټه د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې په ټول هېواد کې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب لپاره جدي تدابیر ونیسي.))
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن