ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خپلواک: د واک بقا غوښتنې د سولې پروسه بې پایلې کړه

خپلواک: د واک بقا غوښتنې د سولې پروسه بې پایلې کړه

author avatar
1 Nov 2021 - 18:31
خپلواک: د واک بقا غوښتنې د سولې پروسه بې پایلې کړه
author avatar
1 Nov 2021 - 18:31

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۰): د مخکني حکومت د ملي پخلاینې شورا مرستیال محمد اکرم خپلواک وايي، د واک د بقا غوښتنې د سولې پروسه بې پایلې کړه، اوس باید نړۍ د افغانستان له موضوع سره سرسري چلند ونه کړي او د هغو اقداماتو مخه ونیول شي چې هېواد بیا جګړې ته بیایي.

دی د ځینو کسانو خودغرضي د هېواد د بحران له لاملونو بولي او وایي چې اوس باید د “اسلامي امارت” مسوولین د حکومت جوړولو پر مسئله بحث شروع کړي.

د سولې پروسه ولې ناکامه شوه؟

له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې ګډ کمېسیون مخکنی مشر او د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال محمد اکرم خپلواک له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د سولې پروسه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو په پیلېدو ځکه ټکنی شوه چې جمهوریت په کې ونډه نه لرله.

دی وايي چې د افغانستان پخوانی حکومت باید هغه مهال د سولې په خبرو کې شامل شوی وای.

هغه زیاتوي: “ای کاش په هغه وخت کې مذاکرات درې اړخیزه وای؛ موږ بار بار دا خبره تکراروله چې که هر ډول توافق کېږي نو د قضیې ټول اړخونه باید په کې شامل وي.”

ده زیاته کړه، د امریکا او طالبانو ترمنځ چې کوم توافق وشو، ډېر الزامیت یې پر حکومت درلود خو حکومت د توافق برخه نه وه؛ ځکه حکومت ونه توانېد چې په بین الافغاني مذاکراتو کې د ټولو افغانانو د ګټو او توقع مطابق یوې هوکړې ته ورسیږي.

خپلواک زیاتوي:”د حکومت په داخل کې د اساسي موضوعاتو درک ونه شو؛ د دې پر ځای چې پر یوه ملي مسئله یو کلي توافق ته ورسیږي، یوې واحدې اجنډا ته ورسیږي او د یوې واحدې برنامې له لارې د سولې پروسه یوې نتیجې ته ورسیږي؛ تنظمي او ځانځاني غوښتنې او د خپل قدرت بقا د دې سبب شوه چې د سولې پروسه په هغه وخت او مکان کې چې باید نتیجه یې ورکړې وای، ور یې نه کړه. موږ متاسف یو چې د سولې مصالحې عالي شورا، سیاسیون او حکومت ونه توانید چې د سیاسي هوکړې له لارې بین الافغاني مذاکرات نتیجې ته ورسوو.”

د ده په وینا، امریکا د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته منتظره نه شوه او مستقیما یې له طالبانو سره خبرې پیل کړې چې وخت یې هم ونیو او بیا هم هڅه ونه شوه چې د دوی له هوکړې مخکې بین الافغاني مذاکرات پیل شي چې دا به ډېره ګټوره وه.

«د جمهوریت ړنګېدو لپاره دوه کاله مخکې کار شروع شوی و»

خپلواک د مخکني ولسمشر غني په وتلو متاسف دی وايي:”باید یو سیاسي توافق شوی وای، د افغانستان بقا لپاره، د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره ډېر مهم و او په دې کې د پخواني جمهور رییس ونډې اهمیت درلود.”

ده وویل چې ځینې کسان د نظام ړنګېدو ډېره پړه په فرد ور اچوي، له شک پرته چې ولسمشر د نظام په رأس کې وي او مسوولیت ورته راجع وي خو د نظام سقوط لپاره دوه کاله مخکې کار شروع شوی و.

هغه ونه ویل چې د نظام د سقوط لپاره چا کار پیل کړی و، خو زیاتوي له دې مودې مخکې د جمهوریت په داخل کې داسې کارونه کېدل چې د نظام د پښو وهلو په معنا و، په دې کې له سیمه ییزو رقابتونو نیولې تر نړیوالو پورې ټول شامل دي.

خپلواک زیاتوي:”د جمهوریت په داخل کې داسې کړنو، اعمال او پالیسو لپاره زمینه سازي کېده چې هغه د ولس او نظام ترمنځ د فاصلې سبب شو، د اصلي واقعیتونو څخه لرې والی وشو، په مجازي دنیا کې ژوند کول شو او هغه د دې سبب شو چې زموږ امنیتي ځواکونو مورال، سیاسي حمایت او شهامت اغېزمن کړي، له همدې امله بې له جنګه په ټولو ولایتونو کې طالبانو سره تماسونه نیول کېدل او قدرت یې ورته سپاره.”

دغه راز هغه وویل:”د زلمي خلیلزاد کړنې تر ډېره تر سوال لاندې دي او متاسفانه د ځینو اشخاصو داخلي او شخصي خودغرضۍ د افغانستان د بحران یو لامل دی؛ د ځینو افرادو رقابتونه د افغانستان اوسني بحران یو له اسبابو څخه ده چې په هغو افرادو کې یو خلیزاد هم دی.”

د ده په خبره، طالبانو له امریکا سره له هوکړې وروسته له شک پرته یو ډول مشروعیت پیدا کړ او وتوانېدل چې د ولسوالیو او ولایتونو له سقوط وروسته بې له نظامي تحرکاتو او په سوله ییزه توګه کابل د دوی لاس ته ولوېد.

اکرام خپلواک وویل چې سولې ته د مخکني حکومت د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او مخکني ولسمشرغني په ارادې شک نه کوي، خو دا چې دوی ولې ونه توانېدل نو په دې کې نور موضوعات دي.

ده د نورو موضوعاتو په اړه جزئیات ور نه کړل خو وايي، د حکومت له سقوط یوه ورځ مخکې داسې یوه غونډه وشوه چې شاید په تېرو شلو کلونو کې لومړنی سیاسي مجلس به و.

هغه زیاته کړه په هغه غونډه کې پخواني ولسمشر کرزي وړاندیز وکړ چې د سولې لپاره د جمهوریت په چوکاټ کې یو باصلاحیته پلاوي ته ضرورت دی چې موضوع ژر راټوله کړي.

خپلواک زیاتوي:”جمهور رییس غني هم بدون له چون او چرا نه په ډېرو لنډو کې وویل چې دغسې یو باصلاحیته هئیت دې لاړ شي او په ترکیب او صلاحیت دې پرېکړه وکړي، زما له خوا درته عام و تام صلاحیت دی خو کاش چې دا اجماع مخکې راغلې وای، متاسفانه ډېره ناوخته وه او درسته همغږي هم ونه شوه.”

خو د ده په وینا، کېدای شي د حکومت په چوکاټ کې ځینې افراد به و چې هغوی خپله بقا په سوله کې نه لیدله، هغوی له لومړۍ ورځې د سولې پروسې مخالف وو او که وخت راشي هغوی به خپله راووځي.

هغه زیاته کړه:”لږ انتظار وکړئ؛ ډېر موضوعات به روښانه شي چې چا پروسه تخریب کړه، د کومو موضوعات لپاره یې تخریت کړه او څوک څه ډول استخدام شوي و.”

خپواک زیاتوي چې د سولې په اړه افغانستان کې د هرې ډلې او کس نظر متفاوت و، هیچا هم دا تصور نه کاوه چې نظام به ړنګیږي.

د ده په خبره، هرڅوک چې مبارزه کوي موخه یې د قدرت بقا ده ترڅو د خپلو ګوندونو ګټې تأمین او خپل واک وغځوي، خو که څوک غواړي چې په ملت واکمن شي نو د ملت له ارادې سره باید مخته لاړ شي.

هغه زیاتوي:”د پخوانيو مسوولینو د کابل ترک ته نه د انتقال رسم ویلی شو او نه ورته د کودتا نوم ورکولی شو خو کاش چې په ښه سوله ییزه توګه د نړیوالو او افغانانو په حضور کې د انتقال په پروسې فکر شوی وای چې نن به نه حکومت له ستونزو سره مخ و او نه ملت او نه هغه کسان چې له هېواده د مجبورتونو لپاره ووتل.”

د طالبانو انعطاف

د مخکني حکومت ملي مصالحې عالي شورا مرستیال وویل، طالبان هغه انعطاف ته چې د بین الافغاني مذاکرتو موضوع وه ونه رسېدل چې ایا دوی څه ډول ملي مشارکتي حکومت رامنځته کاوه.

دی وايي، خو یو انعطاف یې پخوا ښودلی و کله یې چې امریکا سره هوکړه وکړه، په هغه کې ویل شوي و چې په نوي اسلامي حکومت به موافقه کېږي، نه اسلامي امارت او نه هم اسلامي جمهوریت او دا ښه انعطاف و.

هغه زیاته کړه، بل انعطاف دا و چې د دوی په راتګ سره هیڅ غچ اخیستنه ونه شوه، دا د ښې راتلونکې لپاره لومړنی قدم ده؛ له شل کاله جنګ وروسته د پالیسي مطابق د هیڅ ډول انتقام نه اخیستل یو لوی بدلون ده چې موږ یې په نیک پال نیسو.

د حکومت جوړولو لپاره دې بحث پیل شي

اکرام خپلواک وویل، طالبان اوس د افغانستان استازي دي، داسې یو حکومت جوړولو باندې باید غور وکړي چې څنګه د افغانستان خلک او سیاسیون هېواد کې راټول کړي ترڅو شته نظام پر مخ بوځي او د اصلاحاتو لپاره لاره پرانیزي.

دی وايي:”وړاندیز مو دا ده چې اوس باید د امارت مسوولین د ټولګډونه حکومت بحث شروع کړي او دا چې د دوی حکومت سرپرست دی نو دا معنا لري چې بحث ته چمتو دي.”

ده زیاته کړه، هغه سیاسیون او مشران چې دلته پاتې دي، د وضیعت ثبات لپاره مهم دي او دا طالبانو ته یو ډول مشروعیت ورکوي چې دوی باید له دغو مشرانو لویه ګټه واخلي.

هغه زیاتوي:”دا چې سیاسیونو ته د سیاسي فعالیت زمینه کله برابریږي د نوي حکومت پر پالیسو پورې اړه لري خو موږ مکلفیت لرو چې له ولس سره واوسو او څه کومک ورسره کولی شو؛ اصلا هیڅوک له ملامتۍ خلاص نه یو.”

خپلواک په بهر کې د طالبانو پر وړاندې د ځینو افغان سیاسیونو مخالفتونو ته په اشارې وویل چې د افغانستان خلک نور له جګړې ستړي دي او د داسې یوه اقدام که تر هر نام لاندې وي مخالف دي چې هېواد بیا جګړې ته بیايي.

دی وایي:« د افغانستان ملي سمبولونه په فرد پورې اړه نه لري، اشخاصو پورې اړه نه لري، هغه ملي سمبولونه دي، ملي اقتدار او ملي هويت دی او موږ په همدغه ملي هويت پېژندل کېږو دا چې امارت په لومړیو کې وویل چې په ملي سمبولونو به د ټولو په خوښه تصمیم نیولی کېږي نو دا ښه خبر ده. او باید منتظر شو چې دغه ورځ راورسیږي.»

دغه راز خپلواک وویل، د افغانستان وضیعت ته نړۍ هم په تشویش کې ده، هیچا د دغسې حالت وړاندوینه  نه وه کړې، که افغانستان بې ثباتۍ ته ځي د سیمې ثبات هم له ګواښ سره مخ کیږي.

دی وايي، که افغانان بې ثباتۍ ته ځي نو د «ترهګرۍ، اقتصادي جرمونو او نشه يي توکو قاچاق» موضوعات هم جدي کېږي او له امله یې ټول هېوادونه باید د افغانستان ثبات لپاره همکاري وکړي.

هغه هیله وښوده چې هېوادونه دا درک کړي چې د افغانستان له موضوع سره سطحي چلند دوی بې ثباته کولی شي.

د ده په خبره، له اقتصادي بحران څخه د افغانستان د وتلو لپاره د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه باید بشري مرستې ډېرې کړي او د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته د تنخواوو په ورکولو کې همکاري وکړي.

خپلواک خبرداری ورکړ چې که په یادو دوو برخو کې اقدامات ونه شي، نو داسې یو بحران به راشي چې د هغه مدیریت او کنټرول به ډېر پيچلی وي او افغانان باید هم دا غږ پورته کړي.

Visits: 816

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.