Language

په هلمند کې له ۱۵۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

لښکرګاه (پژواک، ١١ لړم ۱۴۰۰) : د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کډوالو چارو سازمان(UNHCR)  له خوا له ۱۵۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

د دغو مرستو د وېش پرمهال د هلمند د کډوالو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ۱۵۰ کورنۍ د یوې سروې په پایله کې د نغدو پيسو ورکړې لپاره مستحقې پېژندل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته له ۲۳۰ ډالر څخه تر ۳۵۰ ډالره پورې ورکول کېږي چې د کورنيو اړتياوو پوره کولو کې به ورسره مرسته وکړي.

د نوموړي په خبره، د جګړو له امله بې ځايه شوې، کونډې او بې سرپرسته کورنۍ د مرستې مستحقې ګڼل کېږي.

بل خوا هغه کسان چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې وايي چې تېرو جګړو سخت ځپلي او د يادو نغدو پیسو په ترلاسه کولو سره به وکړای شي چې تر يوې اندازې د خپلو کورنيو اړتياوې پوره کړي.

د محمد نسیم په نوم یو کډوال چې مرسته یې ترلاسه کړې پژواک ته وویل: ((د تېرو جګړو پرمهال څو ځله د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شولو او اوس آن د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره څه نه لرو، له دغو مرستو څخه خوښ يوو او تر يوې اندازې به زموږ د کور مشکلات حل کړي.))

نوموړي دغه راز له حکومت او نورو خیریه بنسټونو څخه د دا ډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د جمعه خان په نوم يو بل کس هم د مرستې د ترلاسه کولو څخه خوښي وښوده او زیاته يې کړه: ((دغه مرستې به زموږ د کورنۍ ضروري ستونزې تر يوې اندازې حل کړي.))

د یادونې ده چې د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې تر دې وړاندې هم د کډوالو چارو او د خوړو نړیوالو سازمانونو له خوا له ۹۴۳ کورنیو سره نغدي مرستې شوې وې.