ښرنه(پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۰): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، هغه څلور غله يې نيولي چې دوه ورځې وړاندې يې يو موټر چلونکی وژلی او دوه نور یې ټپيان کړي وو.
د پکتيکا د امنیې قوماندانۍ د امنيت امرمولوي فتح الله پژواک ته وويل چې ياد کسان د سروبي ولسوالۍ په رباط سيمه کې نيول شوي او پر خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی.
هغه وایي چي يادو غلو دوه ورځې وړاندې د سروبي ولسوالۍ اړوند د رباط په سېمه کې پر بار وړونکو موټرو ډزې کړې وې چې په ترڅ کې یې يو موټر چلونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
سرچنې وويل چي يادو غلو ته به د شريعت په رڼا کې سزا ورکړل شي.
د وژل شوي موټر چلونکي ورور سيد وايي چې ورور يې دوه ورځې وړاندې د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو غلو له لوري پر ډزو ووژل شو.
هغه وويل:(( له حکومت څخه غواړم چې زما د ورور قاتلين علني محاکمه کړي، ترڅو په ټولنه کې د دا ډول پېښو د تکرار مخنيوی وشي.))
د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا امنيتي سرچينو ويلي چې نن يې په اورګون ولسوالۍ کې يو شمېر وسلې او مهمات هم نيولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP