ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«مالي سرچینو ته نه لاس رسی او نه خوندیتوب د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې لویې ستونزې دي»

«مالي سرچینو ته نه لاس رسی او نه خوندیتوب د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې لویې ستونزې دي»

author avatar
4 Nov 2021 - 17:21
«مالي سرچینو ته نه لاس رسی او نه خوندیتوب د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې لویې ستونزې دي»
author avatar
4 Nov 2021 - 17:21

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۰): د رسنیو ملاتړي بنسټونه مالي سرچینو او اطلاعاتو ته نه لاس رسی او د خبریالانو نه خوندیتوب د رسنیو پر وړاندې لویه ستونزه ګڼي.

په هېواد کې تر سیاسي بدلونونو او اقتصادي ستونزې ډېرېدو وروسته د خصوصي رسنیو په ګډون د ډېری دولتي او غیر دولتي ادارو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، د روان کال د زمري په ۲۴ مه د مخکني نظام تر سقوط وروسته شاوخوا ۱۵۰ خصوصي رسنیو فعالیت بند کړی او کارکوونکي یې بېکاره شوي دي.

په دې وروستیو کې د هېواد یو شمېر ځوان او تجربه لرونکي خبریالان په کابل او ولایتونو کې د واټونو پر سر د کارکولو پر مهال لیدل شوي دي.

یاد بنسټونه د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې رامنځته شوی وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، د حاکم نظام مسوولان د یادو ستونزو د حل لپاره لېوالتیا نه لري.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مرستیال قدیم ویاړ وايي چې مالي سرچینو او اطلاعاتو ته نه لاس رسی او د خبریالانو نه خوندیتوب د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې لویې ستونزې دي.

هغه د رسنیو اقتصادي ستونزې ته په اشاره وویل، مخکې یې د نړیوالو بنسټونو، دولتي خبرتیاوو لکه امنیت ملي، ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او … ملاتړ کېده، خو اوس ټول بند شوي او رسنۍ له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

نوموړي د غیرفعاله شوو رسنیو دقیق شمېر په ډاګه نه کړ خو ویې ویل، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې شاوخوا ۱۵۰ رسنۍ چې ټلوېزیونونه، راډیوګانې، انلاین خبري اژانسونه، ورځپاڼې او … په کې شامل دي د اقتصادي ستونزو، خبریالانو او کارکوونکو د نه موجودیت له امله غیر فعاله شوې دي.

د هغه په خبره، د رسنیو او خبریالانو د حل لپاره یې څو ځله د حاکم نظام له مسوولینو سره خبرې کړې، خو دولت سربېره پر دې چې په یاده برخه کې یې اقدام نه دی کړی، بلکې د دې ستونزو د حل لپاره هېڅ روښانه پالیسي او پروګرام نه لري.

د افغان خبریالانو فدراسیون ریاست سرپرست حجت الله مجددي هم د رسنیو پر اوسني وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، رسنۍ او خبریالان په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

هغه زیاته کړه: ((د افغان رسنیو ټولنه کې ناورین دومره ژور دی چې که توجه ورته ونه شي او تر راتلونکو درېیو میاشتو کې معاشونه ور نه کړل شي افغانستان کې به هیڅ رسنۍ او خبریال پاتې نه شي.))

نوموړی وايي، که دغه وضعیت دوام وکړي ښايي یو شمېر خوش چانسه خبریالان د لاسي پلور او درنو کارونو له لارې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، خو یو شمېر نورو خبریالانو ته به دغه کار هم برابر نه شي.

هغه د دې په روښانولو چې له اوسني وضعیت څخه د افغان خبریالانو او رسنیو د ژغورنې لپاره هڅې روانې دي او وویل، د نړیوالې ټولنې او د بیان ازادۍ نړیوالو ملاتړو بنسټونو سره خبرې روانې دي څو قناعت ورکړي چې د افغان رسنیو ملاتړ وکړي.

د هغه په خبره، که رسنۍ تمویل شي او د افغان رسنیو فعالیت دوام وکړي، د خبریالانو لپاره هم د کار زمینه برابرېږي او اقتصادي ستونزې به یې حل شي.

مجددي له نړیوالې ټولڼې او د بیان ازادۍ له نړیوالو ملاتړو بنسټونو وغوښتل چې د افغان رسنیو ټولنې د دغه ناورین مخه ونیسي او د تېر په څېر د افغان رسنیو مالي ملاتړ ته دوام وکړي.

د افغان رسنیو د بنسټ ویاند صمیم فروغ فیضي د رسنیو او خبریالانو مالي وضعیت ته په اشاره وویل، د رسنیو او خبریالانو مالي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه د دې په روښانولو چې اوس مهال رسنۍ له جدي ستونزو لکه مالي ملاتړ نه لرلو سره مخ دي  وویل، که دغه وضعیت دوام ولري درېیو میاشتو کې به رسنیو وتړل شي.

نوموړی وايي، دغه بنسټ د شته ستونزو حل لپاره د رسنیو او خبریالانو له یو شمېر نړیوالو ملاتړو بنسټونو سره په تماس کې دي.

د افغان رسنیو بنسټ ویاند پر دې په ټینګار چې د شته ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي هیله مندي څرګنده کړه چې هېڅ رسنۍ بنده نه شي او د تېر په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

Visits: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.